Error
  • JUser: :_بارگذاری :نمیتوان کاربر را با این شناسه بارگذاری کرد: 42
چاپ اين صفحه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د غازو د پیریدلو او پلورلو تړون لاسلیک شو

  • Sunday, سرطان 23 1392
  • نوشته‌شده توسط 
  • اندازه فونت کاهش انداره فونت افزايش اندازه فونت

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د چنګاښ په ۱۸ مه نیټه د غازو د پيریدلو او پلورلو تړون په عشق آباد کې لاسلیک شو.

دغه تړون د ترکمنستان، افغانستان، هندوستان او پاکستان د غازو د نل لیکې پروژې د مشرتابه پلاوي د اوولسمې غونډې په حاشیه کې چې په همدغه نیټه په عشق آباد ښار کې جوړه شوې وه، لاسلیک شو.

د ترکمنستان د مرستیال صدراعظم خواجه محمدوف په ریاست او کوربه توب جوړه شوې دغه غونډه کې د یادو هیوادونو د پټرولیم او کانونو وزیرانو، سفیرانو، د بهرنیو چارو وزارت او د یادو هیوادونو د تخنیکي او اړوندو بنسټونو کارکوونکو ګډون کړې وو.

دغه تړون د افغان غاز او ترکمن غاز شرکتونو او د افغانستان او ترکمنستان د کانونو او پټرولیم وزارتونو ترمنځ لاسلیک شو. د دغه تړون لاسلیکول د ټاپي پروژې د اساسي او عملي ګامونو نه یو ګام دی چې په لاسلیک به یې افغانستان د ۳۰ راتلونکو کلونو لپاره د خپل هیواد د غازو اړتیا پوره کوي.

د دغه تړون پر بنسټ به افغانستان د پروژې د بشپړولو وروسته په لومړنیو لسوکلونو کې هر کال ۵۰۰ میلیون متر مکعب غاز، او په دویمو او دریمو لسوکلونو کې یو میلیارد متر مکعب  او ۱.۵ میلیارد مکعب غاز پیري.

د ترکمنستان نه وارد شوې غاز د صنعت لپاره په پام کې نیول شوې او د کورونو او فابریکو د اړتیا وړ برق د تولید لپاره به کارول کیږي.

په دغه غونډه کې څلور واړو هیوادونو د آسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ د ۲۰۱۳ کال تر پایه د نوموړو هیوادونو د غازو شرکتونو نه د (ټاپي لمیټډ) تر نوم لاندې د یوه واحد شرکت په توګه د یوه ګډ کنسورسیوم په جوړولو هوکړه وکړه.

ټاپي پروژه د افغانستان د غټو سیمه ییزو پروژو نه یوه ده. دغه پروژه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالې لري چې د ترکمنستان د پولې نه د هندوستان تر پولې پورې کوچني او غټ ښارونه په غیږ کې نیسي. افغانستان نه یواځې د غازو د پیریدونکې په توګه بلکه د دغې پروژې په پلي کولو کې د یوه ترانزیتي هیواد په توګه رغنده رول لوبوي.

همداراز افغانستان د غازو د دغې نل لیکې د ترانزیت نه د کال شاوخوا نیم میلیار ډالر عواید ترلاسه کوي.

دفعات مطالعه 2703 مورد
امتياز اين آيتم
(2 راي)
عنوان برچسب‌ها

آيتم‌هاي مرتبط