Error
  • JUser: :_بارگذاری :نمیتوان کاربر را با این شناسه بارگذاری کرد: 42

د افغانستان له سفیر ښاغلی ډاکټر نصیر احمد نور سره د تهران پښتو رادیو مرکې

  • Tuesday, قوس 26 1392
  • نوشته‌شده توسط 
  • اندازه فونت کاهش انداره فونت افزايش اندازه فونت

دوشنبه, 09 دسامبر 2013   18 لیندی 1392/ دتهران پښتو رادیو

پوښتنه :

تاسو ایران ته  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر  ښاغلي حامدکرزي سفر او د اسلامي  ایران له ولسمشر ډاکټر حسن روحاني سره  د هغوۍ خبرې  اترې څرنګه جاجوۍ ،د دغه سفر  اصلي هدف څه ؤ او  کومې پایلې يې درلودي؟

ځواب :

هو  د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر  ښاغلی حامدکرزی  په یوه ورځنې سفر د  یوه  لوړ پوړې پلاوې په مشرۍ  د ایران  د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني په رسمي بلنه پرون  تهران ته راغی  او د  اسلامي ایران له ولسمشر او نورو مسؤلانو سره یې دوستانه او اوږدې خبرې درلودي ، همدغه راز یې   دایران د  بهرنیو  چارو له وزیر  سره  په جلا ډول هم وکتل چې البته  دوۍ   د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په  ناسته کښې هم  شتون درلوده 

افغانستان او ایران دوه وروڼه ،دوست او ګاونډي هیوادونه دي  او  د دواړو هیوادونو تر مینځ په بیلا بیلو سویو  او د ولسمشرانو په سویه سفرونه  یوه طبیعي او عادي چاره ده ،لکه څنګه چې خبر یاست  کابو څلور میاشتې مخکې ښاغلي  کرزي   د اسلامي  ایران د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د لوړې په دستورو کښې ، ګډون وکړ او هلته د دواړو هیوادونو  د ولسمشرانو تر مینځ لنډه کتنه وشوه او همالته  هوکړه وشوه ،چې  کتنې يې دوام وکړي ، چې  په همدې دلیل په یوه مناسب فرصت کښې د ا افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشرښاغلی حامدکرزی پرون په یوه ورځنې سفر ایران ته  راغی  ،په دغو لیدنو او کتنو کښې  په بیلا بیلو زمینو کښې دوه اړخیزې اړیکې او ملګرتیاوې وڅیړل شوي او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو او ملګرتیاؤ  د لا پراختیا لپاره  په لارو چارو  بحثونه وشول .

د دغه سفر په پاي کښې یوه ګډه بیانیه صادره شوه ،چې پکې ټینګار شوی دی ،چې د دواړو هیوادونو د مشرانو تر مینځ   خبرې اترې په دوستانه او ورورګلویزي فضا کښې  وشوي او  په بیلا بیلو زمینو کښې د ایران او افغانستان تر مینځ  په بیلا بیلو برخو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د  پیاوړتیا  په  اړتیا ټینګار وشو .

همدغه راز په دغو  کتنه کښې  یوه مهمه  موضوع د ایران او افغانستان تر مینځ د  ملګرتیا او  دوستۍ  په باب  د جامع  سند  په اړه موافقه ده،چې  د ملګرتیا ټولې  برخې  که سیاسي دي ، که اقتصادي، کلتوري  اوآمنیتي پکې  شاملي دي،چې  باید تدوین او په یوه مناسب وخت کښې  د دواړو لورو تر مینځ لاسلیک  شي ،چې  البته د دغه سند د برابرولو مسؤلیت د ایران او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ته سپارل شوی دی،البته ټینګار وشوچې په دغه سند کښې  باید د دووو دوستو وروڼو  او ګاونډیو هیوادونو  هراړخیزې  اوږدمهاله ګټې  شاملي وي  او  د سیمې د سولې او ثبات په  لړ کښې وي

پوښتنه :

 ښاغلی سفیر صاحب که مو په یاد وي ، کله چې  ښاغلی احمدي نژاد د اسلامي ایران ولسمشر ؤ،کابل ته په سفر کښې یې له افغانستان سره یو آمنیتي موافقه وکړه، د دواړو لورو تر مینځ دغه ډول موافقې ډیري ښي دي او باید هم وشي ،خو په عملي اړخونو کښې یې څه نه وینو، علت یې څه دی ؟

 ځواب :

دا چې د دواړو هیوادونو  ولسمشران   دو مره په داګه ټینګارونه کوي، د دې ښودنه کوي  چې د دواړو لورو تر مینځ سیاسي اراده موجوده ده، البته  د هیوادونو تر مینځ ځیني وختونه  کارونه پڅ وي او سم په مخ نه ځي ځیني ستونزې  پکې پیدا کیږي، خو دغه  ډول کتنې او خبرې اترې  بیرته  یې پیاوړي کوي او اجرايي زمینې یې  زیاتوي .

  تاسو ته پته ده،چې مونږ په بیلا بیلو برخو کښې  بیلا بیلي موافقې لرو، لکه  آمنیتي موافقه، له نشه ایزو توکو  او منظمو جرمونو سره د مبارزې موافقه ، له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې موافقه لرو او د  اسلامي  ایران د ولسمشر د لوړې د دستورو په ورځ هم د تهران او کابل تر مینځ د ستراتیژیکو ملګرتیاؤ  تفاهم لیک  د  افغانستان د ملي آمنیت د سلاکار او د ایران د ملي آمنیت د لوړې شورا د منشي لخوا لاسلیک شو،مونږ  په  بیلا بیلو زمینو کښې دغه ډول ډیر زیات سندونه شته او اوس چې  پرې ټینګار شوی ،هغه دا دی چې  مونږ باید  د جامعو ملګرتیاؤ یو سند ولرو  چې ټولې  دوه اړخیزي ملګرتیاوي   پکې شامل شوي،  په تیره بیا اقتصادي  زمینې  هغه  هم په سیمه کښې  د  دواړو هیوادونو مهم  موقعیت ته په پام سره، چې هر کله داوړه   هیوادونه دغه ظرفیتونه او زمیني فعالي  کړي ،نو بیا  د سیمې په سویه  ملګرتیاوې زیاتولاي او  پراخولاي  او د ټولې سیمې د ودې او رغیدا لامل کیږي .

پوښتنه :

مخکې  هم  د ایران او افغانستان تر مینځ د ایران د چابهار بندر  له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د ترانزیټ په باب موافقه شوي وه،دغه تړون اوس  په  کومه   سویه کښې دی او  آیا تهران ته د ښاغلي کرزي په  دغه سفر کښې په دې اړه هم خبرې اترې وشوي او که نه ؟

 ځواب :

په دې  اړه  هم د ملګرتیا  لاسلیک شوي ابتدايی سندونه موجود دي او په دې  اړه کارونه روان دي  او پرون هم د دواړو هیوادونو د مشرانو تر مینځ  د خبرو اترو د بحث  یوه موضوع هم همدا وه   او له مخکې  لا زیات د چابهار بندر د لاري د  فعالیت په اهمیت ټینګار وشو او  هغه رول  هم وڅیړل شو، چې دغه  بندر یې په سیمه ایزو ملګرتیاؤ  او مبادلاتو کښې لوبولاي شي ،البته  له ایران او افغانستان څخه بهر نورو سیمه ایزو هیوادونو هم لکه  هندوستان چې یو ستر  سیمه ایز اقتصادي قدرت دی، ګروهنه لري  او د چابهار بندر لا فعالیدل د درستې  سیمې، مینځنۍ آسیا او  حتی د فارس  خلیج د حوزي د عربي هیوادونو د مبادلاتو په ګټه بولي ، په دې اړه او دې ته په ورته مسلؤ  سلامشوري وشوي او دوام لري  او په افغانستان  کښې  دا ګروهنه زیاته ده،چې د نورو بندرونو په  څیر د ایران  له چابهار بندر څخه د افغانسان او سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ د  بندر په توګه استفاده وشي .

پوښتنه :

ښاغلی سفیر صاحب، ایران او افغانستان دوه ګاونډي،  دوست، هم ژبي ،هم  دینه او  هم مذهبه او هم کلتوره هیوادونه دي،خو متاسفانه وینو چې  په یو ډول د ځینو هیوادونو لخوا هڅې کیږي،چې  دغه دوه هیوادونه  له یوه بله بیل کړاي شي ، له بیلا بیلو لارو هڅې رواني دې،چې افغانان په یو ډول د ایران په اړه بدبینه کړي ، په څه ډل د دغو دسیسو مخه نیولاي  شو؟

ځواب :

د  ګاونډیانو تر مینځ بیلتون شونی نه دی، په  تیره بیا  هغه ګاونډي هیوادونه،چې ګډ لرغوني تاریخ لري ،ګډ لرغوني کلتورلري او لکه څنګه چې تاسو وویل،ګډ دین لري، ګډه ژبه لري  او له هغې مهمه دا چې  په اوسنیو شرایطو کښې ګډې ګټي لري  او  احیانا ګډ خطرونه  دي چې اوس دواړه هیوادونه ګواښي ، نو  دا بیلول امکان نلري ،د ایران او افغانستان  تر مینځ ښې اړیکې  او ملګرتیاوې  د دواړو هیوادونو په ګټه دي ،ایران  افغانستان ته اړتیا لري  او افغانستان هم ایران ته اړتیا لري  او ټوله سیمه  هم  به ګډ سوله ایز ژوند، ملګرتیا او د باور فضا ته اړتیا لري  او هر کله چې   ځیني هیوادونه خپلي ګټي  د  هیوادونو په بیلولو کښې ویني،نو دغه هیوادونه سخت تیروتي دي ،ځکه د ټولو هیوادونو ګټه په اتحاد او یوه بل تر څنګ په شتون کښې ده،نه د یوه بل د اړیکو  په خرابوالې کښې .

پوښتنه :

یوه مسئله چې   بهرنۍ راډیوګانې ترې خورا زیاته ناوړه استفاده کوي،هغه  په ایران کښې د ملیونونو افغان کډوالو شتون دی ،که له دغو ملیونوي کډوالو یو یا دوه کسان  کومه تیروتنه او جرم وکړي او ونیول  او محاکمه شي،نو بیا دوۍ  شپیلۍ غږوي او د ایران پرضد ناوړه تبلیغات کوي ،چې د کډوالو پرضد ناوړه اقدامات کوي،حال دا چې  خپله ایرانیان که هم  کوم جرم وکړي ، په دغه هیواد کښې دننه محاکمه کیږي ، یا که هم په کوم هیواد کښې څه جرم وکړي، هماغه هیواد کښې محاکمه کیږي،د مثال په توګه په افغانستان کښې  هم ایرانیان نیول شوي  او محاکمه شوي دي، له دغه مسئلې  د ناوړه استفادې مخنیوی څنګه کیدلاي شي؟

ځواب :

لومړی خو دا چې لکه څنګه چې تاسو وویل او ټوله نړۍ  هم پوهیږي،چې د کډوالو موضوع   په افغانستان  په تیرو څلویښتو کلونو کښې  تپل شوي جنګ ته ورګرځي  چې  افغانستان یې تر نیواک لاندې راوسته ،  دغه  مهال د افغانستان خلکو دوه لارې درلودي ،یوه دا چې  په هیواد کښې  پاتې شي او  له  نیواکګرو سره یوځاي شي او نورو پرمختګونو پسې ولاړ شي ،او یا دا چې د دوۍ په وړاندې ودریږي او  جهاد وکړي،چې د افغانستان میړنې ملت  دوهمه لاره خپله کړه او کله چې د جهاد موضوع مطرح شي نو  د کډوالیدا موضوع مطرحیږي ،نو له دې مخکې هم  تاسو ته معلومه ده چې افغانستان  یو له هغو ګوته په شمیر هیوادونو څخه ؤ چې په نورو هیوادونو کښې يې کډوال نه درلودل او زیاترو هیوادونو  د افغانانو په مخ له ویزو پرته  دروازې  پرانیستې وي،ځکه ټول ښه  پوهیدل چې افغانان   د خپل هیواد په نسبت بل ټاټوبی بدیل نه بولي او هر چیرته چې ولاړ شي، د سوداګرۍ، سیل او زده کړو لپاره ورځي او بیرته خپل  هیواد ته سنیږي .

نو د افغانانو هجرت هغه هم  په دغه ملیونې ډول ،د نیواک  او تیري له کبله ؤ چې  نور هیوادونه په تیره بیا زمونږ ګاونډیان  ایران او پاکستان  ؤ ګواښل،نو مونږ مجبوره ؤ چې د جهاد لپاره مهاجرت وکړو ،نو د کډوالۍ لپاره مو هم دوه هیوادونه درلول یعني ایران او پاکستان،که نور هم  واي  مونږ به ورغلي ؤ   او هرکلی به مو هم شوی واي،ځکه زمونږ جهاد له ګاونډیانو د دفاع په معنی ؤ . که د افغانستان خلکو جهاد او هجرت نه واي  کړی نو هغه خرابۍ،ستونزې او ورانۍ چې اوس په افغانستان کښې دې،په ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان کښې به  هم واي ،نو په دې ټکې  پوهیدل اړین دي .

خو  په ایران کښې د میشتو  افغان  کډوالو په اړه باید ووایم،چې زمونږ کډوال چې هر  چیرته دې، له نیکه مرغه نیک نوم لري  او د اړونده هیوادونو د چارواکو په وینا که ایران کښې دې، که بل هر هیواد کښې کم جرایم  لري که څه هم شمیره یې زیاته ده ،او په ایران کښې  هم  افغان کډوال په آمانتدارۍ، زغم،سختو  هڅو، ریښتونولۍ او صداقت مشهور دي  او دا هغه  خبرې دي چې تل مو له  مسؤلانو اوریدلي دي ،البته  ممکنه ده ځیني  کوچنۍ اووړې  فردي پیښې ممکنې دي،خو دغه چاره د عمومي  قضاوت  لامل نه شي کیدلاي ،دلته ایران کښې میشت افغانان که قانوني او که غیر قانوني دي د ایران خلک هم ترې خوشحاله دي او د خپلو خولو  او زیار  متکي دي،د نورو د وږو بار نه دي او  په مناسب وخت کښې به خپل هیواد ته ستانه شي، افغانستان اوس هم د نیواک  له ستونزو کړیږي  او  ترهه ګرې پکې موجوده ده ،هغه ترهه ګرې چې نه یوازې  افغانستان،بلکه ګاونډي  هیوادونه  هم ګواښي او که  وار یې راشي او له افغانستانه خلاص شي،نو دلته به یې هم پیل کړي،دا چې  د افغانانو شتون او تګ راتګ قانوني شي ،تل د دواړو هیوادونو تر مینځ خبرې شوي او پرون هم  په بحثونو کښې دې موضوع ته اشاره وشوه او مونږ په نږدې راتلونکې  کښې  ګډه قونصلي ناسته لرو او وټاکل شوه،چې  دغه  موضوعات  په دغه ناسته کښې په جدي،دقیق او کارپيژاندي ډول وڅیړل شي  او په دې  اړه لازمې پریکړي وشي.

پوښتنه :

دا چې  د افغانستان خلک  په هغو خدماتو خبر کړل شي  چې د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا ورکول کیږي،دغه  خدماتو ته باید انعکاس ورکړل شي،چې څومره افغانان د ایران له پوهنتونو فارغ شوي  او اوس پخپل هیواد یا همدلته ایران  کښې په  بیلا بیلو دندو بوخت دي  ،څومره افغانانو  په تخصصي روزن ځایونو کښې  دلته کار ،کسب او هنر زده کړی  او افغان کاریګر ته په ایران کښې څومره اهمیت ورکول کیږي او درناوی یې کیږي ؟

ځواب :

په دې کښې شک نشته ،چې کډوالي خپلې ستونزي لري،خو د دې تر څنګ  ځیني فرصتونه هم شته ،  اوس  د افغانستان خلک چې  لسګونو هیوادونو ته کډوال شوي  چې زیاته برخه يې په ایران او پاکستان کښې دي،هر هیواد کښې یې لوړې  زده کړي  کړي او تخصصونه یې ترلاسه کړي دي ، او طبیعي ده چې  په ایران کښې  دې ته په پام سره چې ګډه ژبه  لري ،په دغه هیواد کښې  افغانانو ته فرصت هم  زیات ؤ ،ځکه  نورو هیوادونوکښې ممکنه ده ژبه خنډ شي او یا هم زیات فرصت واخلي ،په ایران کښې اوس  لسګونو زرو  او لکونو زده کوونکې په ښوونځیو کښې  درس وايي او پوهنتونو کښې هم  زرګونو  افغان محصلین په  بیلا بیلو څانګو کښې په زده کړو بوخت دي ،په دې سربیره زیات دغه ډول محصلین او متخصصین  او فارغین  خپل  هیواد ته ستانه شوي او په بیلا بیلو  حکومتي  او غیر حکو متي ادارو کښې په دندو بوخت دي،او ځینو یې خپلي وړتیاوې هم ښودلي دي.

پوښتنه:

که څه هم  ایران ته د افغانستان د ولسمشر کرزي سفر له مخکې  پلان شوی ؤ،چې تاسو هم ورته اشاره وکړه،خو  دغه سفر  له هغه  ناندرۍ سره یوځاي شوي،چې د افغانستان او آمریکا تر مینځ   د ستراتیژیک تړون په سر ستونزې او اختلافات زیات شوي دي  او ولسمشر کرزي  د ملي ګټو پر اساس  یو لړ شرطونه  ایښي دي،چې آمریکا یې باید ضمانت ورکړي، چې آمریکا له دغو ضمانتونو سرغړوي ،نو  ځکه خو دغه  موضوع لا نه ده آواره شوي، دې ته په پام سره چې د آمریکا دفاع وزیر چاک هیګل هم  وړمه ورځ  افغانستان ته ولاړه ،د وخت دغه یووالی له یوه بل سره کوم تړاؤ لري  او که نه ؟

ځواب :

دا چې د   د دغو دوو موضوعاتو تر مینځ د وخت یووالی راغلی دی،قصدي او عمدي نه دی  او  تاسو هم وویل چې  ایران ته د افغانستان د ولسمشر کرزي سفر له مخکې پلان شوی ؤ او   د کابل ته د آمریکا د دفاع وزیر سفر هم دومره ناڅاپې نه ده،ځکه د دسامبر په میاشت کښې  نوی کال نږدي وي،نو دفاع وزیران هم د خپلو میشتو عسکرو د پوښتنې لپاره افغانستان ته ورځي  او چاک هیګل سفر  هم په همدې لړ کښې ؤ .

د کابل او واشنګټن د آمنیتي تړون باید ووایم چې  افغانستان به د خپلو  د آمنیتي  اړتیاؤ پر اساس دغه تړون لاسلیک  کړي او د ولسمشر کرزي خبري دا دي چې  غواړي ډاډمن شي، دغه تړون  افغانستان ته سوله،ثبات او آرامښت راولي  او د افغانستان د خلکو عزت ته تاوان نه رسیږي، او شک نشته چې  په  ځلونو د دغه تړون په متن کښې راغلي او ټینګار هم شوی دی،دغه تړون یوازې د افغانستان د اړتیاؤ پر اساس دی  او د دریمګړي په تیره بیا د ګاونډیانو پرضد نه دی ،مونږ کیداي شيٍ په دې اړه یوه نوي تیږه کښیږدو، هغه ځکه چې دغه ډول تړونونه معمولا د هیوادونو تر مینځ د  تړلو تمبو شاته پټ او محرمانه  او د خلکو له خبراوې پرته لاسلیکیږي  او کیداي شي خلک  او ګاونډیان خو پریږده چې ممکنه ده  د دغو هیوادونو لوړ پوړې حکومتي چارواکې هم پوهه نه شي چې په دغو متنونو کښې څه لیکل شوي دي .

خو په افغانستان کښې تاسو ولیدل چې د دغه تړون په سر لویه مشورتې جرګه جوړه شوه او  له دوو تر دریوو زرو خلکو څو ورځي  دغه تړون وڅیړه  او تلویزیونونو هم دغه بهیر ژوندی وښوده او  متن یې هم  په انټرنیټ کښې پروت دی  ټول لیدلاي شي،نو دې کښې  پټ څه نشته او دا چې  له دغه تړون څخه د افغانستان هدف دادی،چې  د افغانستان په کورنیو چارو کښې  بهرنې لاسوهنې  بندي کړاي شي ،سوله ،ثبات او آمنیت ټینګ شي او  د افغانستان د خلکو عزت او کورنۍ له تیریو خوندي وي ،نو د افغانستان د اسلامي جمهوریت  ولسمشر ښاغلي حامد کرزي هم د خپلو قانوني ،ملي او دیني  دندو له مخې  په دې ټکو ټینګار کوي او غواړي   د آمنیتي تړون په  چوکاټ کښې  که لاسلیک شو نو له دې  ډاډ ولري .

پوښتنه:

د افغانستان  او پاکستان لپاره د آمریکا ځانکړې  استازې جیمز ډوبنز چې  تیره چهارشنبه د افغانستان له ولسمشر حامدکرزي سره کومې خبرې  اترې درلودي ، ولسمشر کرزي ترې د سولې او ثبات لپاره ضمانت وغوښته چې که  آمریکا غواړي له مونږ سره دغه تړون لاسلیک کړي نو باید په  عملي ډول کار پیل کړي،چې مونږ ته کره سرچینو وویل چې جیمز ډابنز ځواب ورته  دا ؤ،چې که په افغانستان کښې په پوره ‌ډول سوله او آمنیت راشي،نو دوۍ به څنګه په دغه هیواد کښې خپل شتون ته دوام ورکړي ،نو د آمریکایانو چې  کله نیت داسی دی  او لکه څنګه چې ولسمشر کرزي هم په لویه جرګه کښې پخپله وینا کښې وویل ،چې  په  افغانستان  کښې جنګ او سوله لومړی  د آمریکا او دوهم د پاکستان په  لاس کښې ده او که  دغه  دوه هیوادونه   وغواړي نو نن به افغانستان کښې جنګ ختم وي ،نو دا د دې ښودنه کوي چې ولسمشر کرزي چې له آمریکا يې ډیر زړه ډک دی ،روښانه ده چې آمریکا په افغانستان کښې د حقیقي سولې او ثبات ضمانت نه ورکوي ،آیا داسي نه ده؟

ځواب :

لکه څنګه چې ماتاسو ته مخکې وویل د افغانستان د اسلامي جمهوریت  ولسمشر ښاغلي حامد کرزي هم د خپلو قانوني،ملي او دیني  دندو له مخې  پخپلو شرطونو ټینګار کوي، که دغه تړون هم  لاسلیکیږي،نو هدف دادی،چې په افغانستان کښې سوله راشي او آمنیت ټینګ شي او هوساینه او آرامښت او پرمختګ  د افغانستان د خلکو په برخه شي او د افغانستان د خلکو عزت،کورونه او تګ راتګونه  یې خوندي وي ،نو زما له نظره تر څو چې ولسمشر ښاغلی حامد کرزی   په دې اړه ډاډمن نه شي  نو لږ تر لږه تر څو چې خپله ولسمشر وي،  هیڅکله به  دغه تړون  لاسلیک نه کړي او نه به یې هم  د لاسلیکیدو اجازه  ورکړي .

دفعات مطالعه 2143 مورد
امتياز اين آيتم
(1 راي)
منتشرشده در سفارت
عنوان برچسب‌ها

نظرتان را بنويسيد

کامل‌کردن فيلدهاي علامت‌دار شده با (*) ضروري است. کد HTML قابل پذيرش نيست.

  • افغانستان
  • قوانین افغانستان

سؤالات متداول

برای دریافت پاسپورت چه مدارکی لازم است؟

تمامی اتباع افغانستان مطابق قوانین ملی از جمله قانون پاسپورت مستحق دریافت پاسپورت برای مسافرت به

ادامه...

پروسه ثبت شرکتهای خارجی در افغانستان چگونه است؟

اتباع کشورهای خارجی که علاقمند به سرمایه گذاری و ثبت شرکت خدماتی و یا تجارتی و یا هم باز نمودن

ادامه...

چگونه می توان نکاحنامه دریافت کرد؟

مدارک مورد نیاز جهت صدور نکاح خط:

 

ادامه...

چرا به سوالات طرح شده پاسخ داده نمیشود؟

آن دسته از بازدیدکنندگان سایت که تمایل دارند پاسخ سوالاتشان را دریافت نمایند میتوانند به قسمت تماس

ادامه...

روال تأیید اسناد و مدارک تحصیلی چگونه است؟

مدارک و  اسناد تحصیلی که ممهور به مهر وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان و یا جمهوری اسلامی

ادامه...

برای دریافت ویزه افغانستان چه باید کرد؟

متقاضیان ویزه جمهوری اسلامی افغانستان میتوانند جهت دریافت فورم و طی مراحل درخواست ویزه از شنبه الی

ادامه...

آیا مهاجرین افغان بیمه میشوند؟

حاضرین در سایت

ما 101 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

نشانی

تهران - عباس آباد - خ پاکستان - نبش کوچه چهار پلاک 2    

 تلفن : 88737050 - 5040 8873             فکس: 88735600                  ایمیل: info(at)afghanembassy.ir

 

لینکهای مرتبط با ما