Error
  • JUser: :_بارگذاری :نمیتوان کاربر را با این شناسه بارگذاری کرد: 42

متن کنفرانس مطبوعاتی سخنگوی وزارت امور خارجه

  • Wednesday, میزان 10 1392
  • نوشته‌شده توسط 
  • اندازه فونت کاهش انداره فونت افزايش اندازه فونت

متن کنفرانس مطبوعاتی هفته وار جانان موسی زی، سخنگو و رئیس اطلاعات عامه

وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان

تاریخ : یکشنبه 7 میزان ۱۳۹۲     محل:  سالون تشریفات                 زمان : ساعت ۱۱:00 قبل از ظهر


د لوی او بښونکی خدای په نامه
د بهرنیو چارو وزارت اونیز خبری کنفرانس ته ډیر ښه راغلاست.
په لومړی سر کی می غوښتل تاسو ته د ملګرو ملتونو ۶۸ می عمومی مجمع کی د بهرنیو چارو وزارت د گډون  په هکله معلومات درکړم او له هغه وروسته کیدای شی چی ستاسو د پوښتنو ځوابونو ته لاړ شو.
د ملګرو ملتونو په ۶۸مه عمومی مجمع کی د وینا تر څنګ، د بهرنیو چارو وزیر څو ډیر مهم ملاقاتونه ترسره کړل.
 په اول کی د افغانستان، پاکستان او بریتانیا تر مینځ دری اړخیزه غونډه تر سره شوه چی په هغه کی د دری واړو هیوادونو په همکاریو او خاصتاً دافغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو او د افغانستان د سولی پروسی سره د پاکستان په ملاتړ باندی خبری او ټینګار وشو.
 همدا راز په لندن کی د اکتوبر په میاشت کی د دری واړو هیوادونو د حکومت د رییسانو په سطحه باندی د یوی دری اړخیزی غونډی د تر سره کیدو په هکله خبری تر سره شوی او دری واړو هیوادونو دا هوکړه وکړه چی باید د دی دری اړخیزی لپاره لازمی تیاری ونیول شی. چی په هغه کی به البته د افغانستان له خوا رییس جمهور کرزی، د پاکستان له خوا صدراعظم نواز شریف او د بریتانیی له خوا صدر اعظم دیوید کامرون، د کوربه په توګه، ګډون کوی.
 همدا راز د بهرنیو چارو وزیر په Asia Socity  یا د آسیا په ټولنه کی چی یو تحقیقاتی مرکز ده یوه ډیره مفصله وینا وکړه او په هغه کی یی د افغانستان د خلکو او دولت لاسته راوړنو ته  چی په تیرو لسو دولسو کلونو کی تر لاسه شوی دی په تفصیل باندی اشاره وکړه او ټولو مخاطبینو ته او خاصتاً د امریکا خلکو ته یی دا ډاډ ورکړ چی افغانستان انشاءالله د ثبات، امنیت او سولی خوا ته روان ده. او په دی باندی یی هم ټینګار وکړ چی افغانستان د ټولی نړیوالی ټولنی سره د امریکی په شمول د اوږدمهاله، نږدی او ستراتیژیکو اړیکو غوښتونکی هیواد ده.
د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په جریان کی بیلابیلی مرکی د سی ان ان، بی بی سی، الجزیری، اشنا تلویزیون او آریانا چینلونو سره تر سره کړی. او تر څنګ یی د یو ډیر شمیر هیوادونو سره دوه اړخیز ی جلسی تر سره کړی چی د ځینو په هکله یی زه غواړم تاسو ته معلومات درکړم:
 د ملګرو ملتونو د سرمنشی ښاغلی بان کی مون سره یی یو مفصله دوه اړخیزه جلسه درلوده چی په هغه کی د افغانستان او ملګرو ملتونو د سازمان تر منځ په همکاریو باندی ټینګار وشو. د بهرنیو چارو وزیر دی واقعیت ته اشاره وکړه چی د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د معاصر تاریخ دری – څلور لسیزو کی د افغانستان سره نږدی همکار پاتی شوی ولی په ځانګړی توګه په تیرو دولسو کلونو کی یی په افغانستان کی یو ډیر مهم او ځانګړی رول لوبولی ده. او موږ هیله من یو چی ملګری ملتونه به خپل نقش په افغانستان کی د افغانستان د ملی حاکمیت، استقلال، د مالکیت د اصولو سره سم خپل نقش ته د ۲۰۱۴ کال نه هاخوا هم ادامه ورکړی.
 د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر  ښاغی جان کری سره دوه اړخیزه غونډه تر سره شوه چی په هغه کی د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو خاص استازی ښاغلی جیمز دابنز هم حاضر وو او په هغه کی د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ پر دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو باندی مفصلی خبری وشوی، او په دی باندی ټینګار وشو چی دواړه هیوادونه باید په ډیره لوړه کچه یو د بل سره خپل تماسونه او خپلی اړیکی نږدی وساتی. او همدا راز د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ په دوه اړخیزه امنیتی موافقتنامی باندی هم خبری وشوی.
د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی وانګ یی سره یوه ډیره مفصله غونډه درلوده او دا غونډه په داسی حال کی تر سره شوه چی د افغانستان  رییس جمهور ښاغلی حامدکرزی په چین کی وو، او هلته یی د چین د رییس جمهور په دعوت باندی یو رسمی سفر تر سره کاوه. په دی ملاقات کی البته د افغانستان او چین تر منځ په تاریخی دوستی باندی، په ډيرو نیږدی او ستراتیژیکو اړیکو باندی ټینګار وشو. او د چین د بهرنیو چارو وزیر په دی باندی ټینګار وکړ چی چین د افغانستان د سولی، ثبات او پرمختګ د هڅو څخه په صادقانه او کلکه توګه ملاتړ کوی او همدا راز د افغانستان د ملی ګټو د تامین لپاره، د افغانستان د امنیت او ثبات  تامین لپاره د افغانستان او نړیوالی ټولنی تر منځ، د امریکی په شمول باندی، د ستراتیږیکو او نږدی اړیکو څخه ملاتړ کوی.
 همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ظریف سره یوه ډیره دوستانه او مثبته دوه اړخیزه غونډه درلوده چی په هغه کی د افغانستان او ایران تر منځ نیږدی اړیکو ته اشاره وشوه او دی ته اشاره وشوه چی په تیرو دولسو کلونو کی د افغانستان او ایران تر منځ د تاریخ د بلی هری مقطعی په مقایسه باندی ډیری نږدی، پراخی او دوستانه اړیکی موجودی وی. او په دی باندی هم ټینګار وشو چی دواړه هیوادونه غواړی په راتلونکی کی خاصتاً د ۲۰۱۴ کال څخه ها خوا یو د بل سره خپلی اقتصادی، تجارتی او سیاسی اړیکی له پخوا نه لا هم پراخی او ټینګی کړی.
البته د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی ټکی ته هم اشاره وکړه چی دوی په افغانستان کی یو نوی سفیر ټاکلی ده چی د هغو د تقرر سره د افغانستان حکومت ډیر ژر موافقه کړی ده او انشاءالله ښاغلی بهرامی چی مخکی هم د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر وو په افغانستان کی، هغه به خپله دنده  په ډیره نیږدی راتلونکی کی پیل کړی.
همدا راز د آذربایجان د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات تر سره شو. د متحده عربی اماراتو د وزیر سره دوه اړخیزه ملاقات تر سره شو چی په هغه کی یوه د هوایی خدمتونو موافقتنامه هم د دواړو هیوادونو تر منځ امضاء شوه.  او د دی موافقتنامی په اساس به د اماراتو هوایی شرکت خپل پروازونه  د ډسمبر په میاشت کی افغانستان ته شروع کړی، او البته د دواړو هیوادونو تر منځ به ملکی او هوایی اړیکی او همکاری د پخوا څخه لا هم پراخی او نیږدی شی.
د سویدن د بهرنیو چارو وزیر سره یو دوه اړخیزه ملاقات تر سره شو چی په هغه کی تر ټولو مهم ټکی دا وو چی د سویدن د بهرنیو چارو وزیر افغانستان سره د خپل هیواد ملاتړ او همکاری د ۲۰۱۴ کال هاخوا اعلان کړه او په دی باندی یی ټینګار وکړ چی افغانستان به د سویدن د نړیوالو مرستو تر ټولو لوی تر لاسه کوونکی هیواد وی. چی د بهرنیو چارو وزیر د دی خبری څخه مننه وکړه.
 همدا راز د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ویلی سوندال سره دوه اړخیزه ملاقات تر سره شو. دوی هم دی ټکی ته اشاره وکړه چی افغانستان به تر ۲۰۱۴ کاله او له هغه وروسته د ډنمارک د نړیوالو انکشافی مرستو تر ټولو لوی تر لاسه کوونکی هیواد وی.
 د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیری میرمن جولی بیشپ سره ملاقات تر سره شو او دوی هم د ۲۰۱۴ کال نه هاخوا د آسترالیا د نوی حکومت پر همکاریو او ملاتړ باندی ټینګار وکړ.
د هنګری د بهرنیو چارو وزیر یانوس مرتوینې سره دوه اړخیزه ملاقات تر سره شو.
 همدا راز د ناټو د سرمنشی سره ډیر مثبت او سازنده ملاقات تر سره شو چی په هغه کی د افغانستان او ناټو تر منځ پر موجوده همکاری او همدا راز پر اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو باندی ټینګار وشو او په ځانګړی توګه په دی باندی ټینګار وشو چی باید د افغانستان دولت او د ناټو سازمان هغه د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه چی په ۲۰۱۰ کال کی د دواړو خواوو تر منځ امضاء شوی ده، او اعلان شوی ده د هغی په تطبیق او لا پراختیا باندی ګډ کار سره وکوی.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیری میرمن ایما بونینو سره دوه اړخیزه ملاقات تر سره شو او همدا راز په دی جلسه کی په دی باندی موافقه وشوه چی د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامی د تطبیق په برخه کی د ګډ کمیسیون لومړی غونډه د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه د نومبر په میاشت کی په کابل کی تر سره شی.
او البته تاسو د بهرنیو چارو وزیر د وینا د متن څخه خبر یاست متن یی په پښتو، فارسی  او انګلیسی ژبو باندی تکثیر شو اوس که چیری تاسو پوښتنی لری مهربانی وکړی.

پوښتنی او ځوابونه :
حازم آرش از طلوع نیوز: سه پرسش داشتم. اول این که درمورد تفاهمنامۀ امنیتی، نگرانی هایی به وجود آمده و به تازگی معاون وزیردفاع امریکا گفته اگر این تفاهمنامه به زودی امضا نشود، یک فاجعه را به بار می آورد. می خواستم بفهمم که گفتگوها در مورد میان کابل و واشنگتن به کجا رسیده و سوال دوم من درباره رهایی ملا برادر است. ملا برادر 11 روز پیش از امروز رها شد و در آغاز رهایی وی، گفتگوها در این باره بود که افغانستان می شود با وی تماس هایی را داشته باشد.  آیا افغانستان تاکنون با وی تماس گرفته، گفتگوهایی داشته یا خیر؟ اگر نداشته پس رهایی ملا برادر چه نقشی را می تواند در گفتگوهای صلح افغانستان داشته باشد؟ و سوال آخر من درباره مشکل پناهجویان افغان در بلجیم است. شماری از پناهجویان به قونسلگری و یا سفارت افغانستان در بلجیم مراجعه می کنند و بنا  بر بعضی مشکلاتی که دارند، آن ها بر این باور هستند که این ها افغان نیستند به خاطر این که شماری از افغان ها یا از ایران و یا از کشورهای دیگر که به بلجیم رفته اند کدام مدرک و یا سندی ندارند. می خواستم در مورد مشکل این پناهجویان هم روشنی بیندازید.
موسی زی: سوال های بسیار مهم را مطرح کردید. در قدم اول در رابطه به موافقتنامۀ امنیتی دوجانبه بین افغانستان و ایالات متحده، دولت افغانستان به مذاکرات خود روی موافقتنامۀ امنیتی دوجانبه با ایالات متحده امریکا ادامه می دهد و این مذاکرات در سطح بسیار بالا در کابل ادامه دارد. و دولت افغانستان هم علاقمند نهایی سازی هرچه زودتر این موافقتنامه است. اما مهم ترین نکته برای دولت افغانستان شرایط و منافع ملی افغانستان و ضمانت هایی است که باید در این موافقتنامه منعکس شود. چون قسمی که ما قبلاً هم اشاره کرده ایم امضای موافقتنامۀ امنیتی دو جانبه با ایالات متحده امریکا یک حادثه و یک واقعه تاریخی است. تا هنوز در تاریخ افغانستان همچون موافقتنامۀ امنیتی دوجانبه امضا نشده است. بناً دولت افغانستان با تمام احتیاط با این موضوع برخورد می کند. اما روی این نیز می خواهم تأکید کنیم که دولت افغانستان نیز علاقمند امضای هرچه زودتر این موافقتنامه است اما به شرطی که این موافقتنامه منعکس کننده شرایط و منافع افغانستان و همچنان ضمانت هایی است که دولت افغانستان از جانب امریکا خواسته است. از تعیین یک ضرب الاجل زمانی برای دولت افغانستان، کیفیت و محتوای این سند به مراتب مهم تر است.
در رابطه به سوال دوم شما، چیزی که در رابطه به رهایی ملا برادر مهم است از همه بیشتر آن است که ملا برادر بالاخره بر اساس درخواست دولت افغانستان از زندان یک کشور بیگانه رها شد. و این واقعیت را باید طالب ها درک بکنند و بدانند که تنها دولت افغانستان بود که توانست ملا برادر را بر اساس درخواست رسمی که صورت گرفت از زندان پاکستان پس از چندین سال رها بکند. هفته گذشته اکثریت مقامات ذیصلاح دو طرف در مجمع عمومی ملل متحد مصروف بودند. رهبری دولت افغانستان در سفر چین مصروف بودند و حالا که تمام هیئت ها از مجمع عمومی هم برگشتند، رئیس جمهور کرزی هم از چین برگشتند، ما انتظار گام های بعدی دولت پاکستان در راستای حمایت از پروسه صلح افغانستان و این که ملا برادر چه نقشی را می تواند در حمایت از پروسه صلح افغانستان بازی کند، می کشیم.
و در رابطه به سوال آخر شما، فکر می کنم برمی گردد به موضوع تثبیت هویت. قوانین افغانستان در رابطه به تثبیت هویت شهروندان افغان در خارج از کشور بسیار مشخص است. آن ها نیاز به تذکره تابعیت دارند و همچنان به حداقل دو نفر شاهدی که بتوانند از هویت افغانی آن ها ضمانت بکنند. نمایندگی های افغانستان نمی توانند که بر اساس درخواست یک فرد بدون ارایه اسناد لازمه، هویت افغانی آن ها را تثبیت بکنند. قسمی که شما اشاره کردید، در گذشته تلاش صورت گرفته البته از طرف اتباع کشورهای سومی تا تلاش بکنند و تابعیت افغانی را بعد از کسب تثبیت هویت افغانی از یکی از نمایندگی های سیاسی و یا قونسلی افغانستان به دست بیاورند. دولت افغانستان هرگز همچو اقدامی را نخواهد کرد و در مورد جلوگیری از تثبیت هویت اتباع خارجی به صفت اتباع افغانی ما کنترول های بسیار جدی را مدنظر گرفته ایم. و به همین دلیل است که ما تقاضای اسناد می کنیم. اگر اسناد وجود نداشته باشد، نمایندگی های ما نمی توانند قانوناً چنین اجرآتی را درمورد انجام دهند. اما راه هایی وجود دارد که هموطنان ما چه مهاجر باشند و چه غیرمهاجر می توانند با ارایه اسناد لازمه، تذکره تابعیت، و همچنان شهادت حداقل دو شاهدی که تابعیت افغانی شان تثبیت شده باشد و شخص مورد نظر را بشناسند آن ها می توانند که هویت خود را تثبیت کنند.
شیرشاه نوابی، خبرنگار تلویزیون خورشید: می خواهم بپرسم موقف حکومت افغانستان را در مورد اعلامیه تازه وزارت خارجه پاکستان که گفته برای آغاز گفت و شنودهای صلح این بار در ترکیه، قرار است که ملا برادر به ترکیه فرستاده شود. حال شورای عالی صلح در کل دیدگاه خود را در این مورد دارد. می خواهم موقف حکومت افغانستان و در کل همان  هیئت تصمیم گیرنده یی که در رأس خود کاخ ریاست جمهوری است داشته باشم که چه است و چقدر می تواند بر روند صلح در کوتاه مدت ممد واقع شود؟
موسی زی: موقف دولت افغانستان در رابطه به ملا برادر بسیار روشن است. اول این که ملا برادر بر اساس درخواست رسمی دولت افغانستان از زندان پاکستان رها شد و در مورد این که ملا برادر به کجا می تواند برود و به کجا باید برود، البته از آدرس دولت افغانستان، آن ها اختیار دارند. ترجیح ما این است که به افغانستان بیاید و در داخل کشور خود باشد و از این جا در همکاری و هماهنگی نزدیک با شورای عالی صلح از تلاش های صلح دولت و مردم افغانستان حمایت بکند، اما اگر آن ها ترجیح می دهند که به کشور سومی بروند دولت افغانستان با آن کدام مشکلی ندارد. موضوع اساسی این است که ملا برادر در هر جایی که باشد باید آدرسش مشخص باشد و باید قابل دسترس باشد و باید در خدمت پروسه صلح باشد چه به افغانستان برگردد و چه در کشور سومی به شمول ترکیه اقامت گزین شوند و چه هم در پاکستان باشد.
مسعود انصار از رادیو کلید: می خواستم در ارتباط به صحبت هایی که راجع به جاده ابریشم میان دولت افغانستان و چین در چین صورت گرفت سوال کنم. می خواهم بپرسم این موافقه یا همین موضوع تا چه حد می تواند به مسایل اقتصادی افغانستان اهمیت داشته باشد و موافقه چه وقت آغاز می شود و کار ساخت و ساز این جاده چه وقت آغاز می شود؟
موسی زی: البته شما همه از تاریخچه راه ابریشم در گذشته اطلاع دارید. افغانستان یکی از مهمترین کشورهایی بود که در طول راه ابریشم قرار داشت. و امروز هم افغانستان  پل طبیعی منطقه قلب آسیا است که آسیای میانه را با جنوب آسیا و آسیای میانه را با غرب آسیا، که ایران و شرق میانه است، وصل می کند. دولت افغانستان تلاش کرده در ده- دوازده سال گذشته و خاصتاً در دو- سه سال گذشته به صورت اخص که افغانستان، جایگاه برحق خود را به صفت پل تجارت و پل روابط بین مردم و پل داد و ستد و رفت و آمد سرمایه ها، تحقق ببخشد. پروسه استانبول و یا پروسه همکاری های کشورهای قلب آسیا مشخصاً به همین هدف در نوامبر سال 2011 راه افتاد که تا به امروز به یک پختگی بسیار قابل ملاحظه یی رسیده است. قرار است جلسه بعدی وزرای خارجه پروسۀ استانبول و یا پروسۀ کشورهای قلب آسیا در تابستان سال آینده در جمهوری مردم چین دایر شود، که یک موضوع قابل توجه است چون جمهوری مردم چین به صفت یکی از بزرگترین کشورهای منطقه می تواند که نقش بسیار برازنده و برجسته یی در حمایت از این پروسه         و خاصتاً در بُعد اقتصادی و همچنان تقویت اعتماد سیاسی را در منطقه بازی کند. طرح احیای راه ابریشم باستانی یکی از اولویت های دولت افغانستان است. و البته احیای این راه ابریشم به گونۀ باستانی اش نخواهد باشد اما هدف این است که افغانستان جایگاه برحق تاریخی خود را به صفت پل و یا چهارراه اقتصادی، سیاسی و دیگر همکاری های منطقۀ بزرگ قلب آسیا احیا بکند و به دست بیاورد. و احیای این نقش افغانستان در منطقه نه تنها به خیر صلح و امنیت و ثبات در افغانستان است بلکه یک پیش شرط اساسی برای ختم جنگ در منطقه، برای تامین صلح، امنیت و رفاه اقتصادی در کشورهای همسایه افغانستان وکشورهای فراتر از مرزهای افغانستان که شامل این منطقه بزرگ قلب آسیا هستند می باشد. و در این راستا از چندین سال به این طرف کارهای زیادی هم صورت گرفته است: آغاز به کار راه آهن ترکمنستان، افغانستان، تاجکستان، تمدید راه آهن ازبکستان به مزار شریف، طرح تمدید راه آهن پشاور به جلال آباد، تمدید راه آهن کویته به قندهار، اعمار جاده نیمروز به ایران، اعمار جاده هرات به ایران و همچنان طرح تمدید خط آهن ایران به افغانستان، و همچنان تمدید خط آهن ترکمنستان، افغانستان، تاجکستان به چین. تمام این ها اجزای ایجاد دوباره زیربنایی است که می تواند هدف یا طرح بزرگ احیای راه ابریشم را تحقق ببخشد. در این راستا کارهای زیادی صورت گرفته است. همچنان پایپ لاین تاپی، لوله گازی که قرار است که گاز ترکمنستان را از طریق افغانستان به پاکستان و هند انتقال بدهد، طرح لین برق CASA- 1000که قرار است برق قرغزستان و تاجکستان را از راه افغانستان به پاکستان انتقال بدهد، تمام این ها همان اجزای متشکله احیای راه ابریشم باستانی در این منطقه است.
فرحناز فروتن، خبرنگار تلویزیون آریانا: در رابطه به ملا برادر، که یک و نیم هفته از رهایی وی می گذرد. تا حال حکومت افغانستان این تلاش را کرده که با خود ملا برادر مستقیماً بحث کند و تمایل وی را در رابطه به گفتگوهای صلح بگیرند. چنین پیشرفتی وجود داشته و یا خیر و اگر ندارد، دیدگاه ملا برادر تاکنون به دولت افغانستان مشخص شده و یا خیر و سخنی در این رابطه داشته یا خیر؟
موسی زی: شما کمی ناوقت تشریف آوردید. سوال را آرش صاحب مطرح کردند و جواب دادیم. کمره شما بودند، باز می شود که بگیرید.

پوښتنه:
قدیر صدیقی د  CNNخبریال- د ولسمشر سفر چین ته په داسی وخت کی چی د ملګر ملتونو کلنی غونډه د ترسره کیدو په حال کی وه، د ولسمشر نه تګ د ملګرو ملتونو کلنی غونډی ته په سیاسی اپوزسیون کی ځینی مفکوری پیدا کړی چی د ولسمشر نه تګ به د غربی نړی سره د افغانستان په اړیکو منفی اغیزه وکړی، په ځانګړی توګه له امریکا سره، تاسو سیاسی اپوزسیون ته څه ډاډ ورکولی شی چی د ولسمشر نه تګ په دی غونډه کی او په دی غونډه کی ګډون نه کول به څه منفی اغیزه ولری؟
موسی زی : دا پوښتنه مخکی له دی چی موږ نیویارک ته لاړ شو هم تاسو مطرح کړی وه. دا یوه ډیره عادی خبره ده چی د یوه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عمومی مجمع ته د خپل هیواد د هیأت مشری کوی. د افغانستان رییس جمهور جلالتماب حامد کرزی څو ځله دی مجمعی ته سفر کړی، هلته یی ویناوی کړی دی ولی داسی نه ده چی هر کال دی تللی وی. څو کاله د افغانستان د هیأت مشری د ملګرو ملتونو په عمومی مجمع کی د افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو کړی ده او دا ډیره معموله خبره ده. د ډیرو هیوادونو هیأتونه هلته د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا ریاست کیږی. او البته لکه څنګه چی ما اشاره وکړه په دی سفر کی د بهرنیو چارو وزیر د خپلو ډیرو زیاتو سیالانو سره هلته مفصلی او ډیری ګټوری او مثبتی دوه اړخیزه غونډی تر سره کړی چی په هغه کی غربی هیوادونه هم ډير زیات شامل دی. او دوی یو ځل بیا د افغانستان سره په خپلو مرستو، ملاتړ او کومکونو باندی ټینګار وکړ، او حتی نه یواځي دا چی په خپلو موجوده کومکونو باندی یی ټینګار وکړ بلکه دا معلومات یی د بهرنیو چارو وزیر ته ورکړل چی د دوی مرستی به له افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال نه هاخوا زیاتیږی، لکه څنګه چی ما مثال راوړ د سویدن او ډنمارک هیوادونه د افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال نه هاخوا لا ډیری مرستی تر سره کوی، افغانستان به په نړی کی د سویدن او دنمارک د مرستو تر ټولوی لوی تر لاسه کوونکی هیواد وی.
 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره مثبتی خبری تر سره شوی. او البته دا چی رییس جمهور کرزی چین ته سفر وکړ دا هم ډیره طبیعی خبره ده او دا د دی لپاره د پام وړ ده چی چین د افغانستان یو ډیر تاریخی او نږدې ملګری ده. موږ د تاریخ په اوږدو کی د چین د دولت اوخلکو سره او د چین د بیلابیلو حکومتونو سره ډیری نږدی، دوستانه د متقابل احترام او د ګډو ګټو په اساس باندی ستراتیږیکی او نږدی اړیکی درلودلی دی. د چین د آدرس څخه تر اوسه پوری افغانستان ته هیڅ کوم تهدید او اندیښنه نه ده متوجه شوی او همدا دلیل ده چی نن د افغانستان او چین تر منځ اړیکی ستراتیژیکی دی او د چین او افغانستان تر منځ یوه معاهده هم موجوده ده. او موږ هیله من یو چی چین د خپل اقتصادی قدرت، سیاسی نفوذ او خپل موقف څخه په سیمه کی استفاده وکړی تر څو نه یواځی په افغانستان کی بلکه په ټوله سیمه کی سوله، ثبات، امنیت او اقتصادی پرمختګ ټینګ شی او په دی چوکاټ کی چین ته د رییس جمهور کرزی دولتی سفر یو ډیر مهم اتفاق وو چی نتایج یی هم د افغانستان د خلکو لپاره او هم د افغانستان د آیندی لپاره ډیر مثبت وو.
پوښته:
میرویس د دویچه وله خبریال- روسیی د افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون په هکله وضاحت غوښتی ده آیا د افغانستان حکومت چمتوه ده چی هغوی ته جزییات ورکړی، او له چینایی چارواکو سره په دی مساله خبری شوی او که نه؟
او بله موضوع دا ده چی تاسو وویل چی د افغانستان – پاکستان او بریتانیا تر منځ به ناسته کیږی، دا د نورو ناستو په ادامه ده او که دا کومه نوی ناسته ده؟
موسی زی: د چین په هکله خو تاسو د ارګ اعلامیه هم تر لاسه کړی ده او ما د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د جلسی په هکله هم  تاسو ته معلومات درکړل. بلی چین د نړیوالی تولنی سره، د امریکی په شمول، د افغانستان د ستراتیژیکو او نږدی اړیکو څخه ملاتړ کړی په دی شرط باندی چی هغه د افغانستان د سولی، امنیت او پرمختګ په ګټه باندی وی، او موږ له دی څخه هرکلی کوو، او دا نه یوازی د افغانستان په ګټه ده بلکی د سیمی د سولی، ثبات او اقتصادی پرمختګ په ګټه باندی ده.
البته د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو په هکله باندی موږ نه یواځی دا چی پر دوه اړخیزی امنیتی موافقتنامی باندی چی خپلو ګاونډیانو ته او د سیمی ټولو عمده هیوادونو ته معلومات ورکړی دی او معلومات به ورکوو، بلکه د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ داوږدمهاله ستراتیژیکی موافقتنامی په هکله چی تیر کال د افغانستان او متحده ایالاتو د جمهور رییسانو تر منځ په کابل کی امضاء شوه، مخکی د امضاء څخه او وروسته له امضاء هم مفصل معلومات ورکړی دی.
د افغانستان دولت دا اراده لری چی د امنیتی موافقتنامی په هکله هم خپلو ګاونډيو هیوادونو ته او د سیمی عمده هیوادونو ته لازم معلومات ورکړی او که چیرته دوی کومی پوښتنی او اندیښنی ولری، هغو ته هم قانع کوونکی معلومات او ځوابونه وړاندی کوو. او دا په دی دلیل ده چی د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ به دوه اړخیزه امنیتی موافقتنامه یواځی او یواځی د افغانستان د خلکو او دولت د تاریخی لاس ته راوړنو دحفظ، په افغانستان کی د نوی دموکراتیک نظام د تقویی او په مجموعی ډول په افغانستان کی د سولی، ثبات او اقتصادی پرمختګ د تامینولو او تضمینولو هدفونه وی، او له دی پرته به کوم هدف و نلری او افغانستان به هیڅکله دی ته اجازه ورنه کړی چی یو بل هیواد د افغانستان د خاوری څخه د افغانستان د یوه ګاونډی په مقابل کی سو استفاده وکړی. په عین زمان کی موږ د خپلو ګاونډیو هیوادونو او د سیمی د هیوادونو څخه دا تمه لرو چی هیڅ چا ته دا اجازه ورنه کړی چی د دوی له خاوری څخه د افغانستان د امنیت، سولی، ثبات او پرمختګ په وړاندې سو استفاده وکړی.
د افغانستان، پاکستان او بریتانیی تر منځ د دری اړخیزی په هکله می عرض وکړ  چی دا دری اړخیزه د یوه کال څخه ډیره موده کیږی چی رامنځ ته شوی ده. تر اوسه پوری یی دری غونډی په لندن، ملګرو ملتونو او کابل کی د حکومتونو د رییسانو په سطحه تر سره شوی. او دا څلورمه غونډه ده چی هغه به انشاالله د اکتوبر په میاشت کی په لندن کی د بریتانیی د صدر اعظم په کوربه توب باندی تر سره کیږی. او هغه دری اړخیزه غونډه چی د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه په نیویارک کی تر سره شوه په هغه کی دا تصمیم ونیول شو او موافقه وشوه چی دری واړه هیوادونه باید د اکتوبر د سرمشریزی په هکله باندی یو د بل سره همکاری وکوی تر څو د دی دری اړخیزی لپاره لازمی آمادګی مخکی له مخکی ونیول شی.


 مننه، تشکر

دفعات مطالعه 1463 مورد
امتياز اين آيتم
(0 راي)
منتشرشده در افغانستان

نظرتان را بنويسيد

کامل‌کردن فيلدهاي علامت‌دار شده با (*) ضروري است. کد HTML قابل پذيرش نيست.

  • افغانستان
  • قوانین افغانستان

سؤالات متداول

برای دریافت پاسپورت چه مدارکی لازم است؟

تمامی اتباع افغانستان مطابق قوانین ملی از جمله قانون پاسپورت مستحق دریافت پاسپورت برای مسافرت به

ادامه...

پروسه ثبت شرکتهای خارجی در افغانستان چگونه است؟

اتباع کشورهای خارجی که علاقمند به سرمایه گذاری و ثبت شرکت خدماتی و یا تجارتی و یا هم باز نمودن

ادامه...

چگونه می توان نکاحنامه دریافت کرد؟

مدارک مورد نیاز جهت صدور نکاح خط:

 

ادامه...

چرا به سوالات طرح شده پاسخ داده نمیشود؟

آن دسته از بازدیدکنندگان سایت که تمایل دارند پاسخ سوالاتشان را دریافت نمایند میتوانند به قسمت تماس

ادامه...

روال تأیید اسناد و مدارک تحصیلی چگونه است؟

مدارک و  اسناد تحصیلی که ممهور به مهر وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان و یا جمهوری اسلامی

ادامه...

برای دریافت ویزه افغانستان چه باید کرد؟

متقاضیان ویزه جمهوری اسلامی افغانستان میتوانند جهت دریافت فورم و طی مراحل درخواست ویزه از شنبه الی

ادامه...

آیا مهاجرین افغان بیمه میشوند؟

حاضرین در سایت

ما 57 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

نشانی

تهران - عباس آباد - خ پاکستان - نبش کوچه چهار پلاک 2    

 تلفن : 88737050 - 5040 8873             فکس: 88735600                  ایمیل: info(at)afghanembassy.ir

 

لینکهای مرتبط با ما