Error
  • JUser: :_بارگذاری :نمیتوان کاربر را با این شناسه بارگذاری کرد: 42

متن کنفرانس مطبوعاتی سخنگوی وزارت امور خارجه

  • Tuesday, میزان 02 1392
  • نوشته‌شده توسط 
  • اندازه فونت کاهش انداره فونت افزايش اندازه فونت

تاریخ : یکشنبه 31 سنبله  ۱۳۹۲برابر با 22 سپتمبر 2013
محل:  سالون تشریفات وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان

د لوی او بښونکی خدای په نامه
د بهرنیو چارو وزارت اوونیز خبری کنفرانس ته ښه راغلاست.
ټاکل شوی ده چی د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په ۶۸مه عمومی مجمع کی ګډون وکړی، دوی به نن ماښام نیویارک ته سفر کوی او هلته به د یوی هفتی لپاره د ملګرو ملتونو په عمومی جلسه کی د وینا تر څنګ په یو شمیر جانبی جلسو کی ګډون کوی او همدا راز یو شمیر دوه اړخیزه ملاقاتونه به هم تر سره کوی، د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو ملاقاتونو په لست کی د بریتانیا، آذربایجان، سویدن، دنمارک، امریکا، ایران، چین، عربی متحده امارات، آسترالیا، ناټو، عربستان او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه اړخیز ملاقاتونه په نظر کی نیول شوی او د دی ترڅنګ به د نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دوه اړخیز ملاقاتونه او جلسی تر سره کوی، همدا راز به د ملګرو ملتونو د عمومی سرمنشی ښاغلی بان کی مون سره هم یوه دوه اړخیزه جلسه تر سره کوی.
البته سږ کال د تیر کال په شان افغانستان د اسلامی جمهوریت د هیات مشری د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کوی.

پوښتنی او ځوابونه:

معصوم میوندـ زما پوښتنه د ملا برادر په اړه ده، د افغانستان د سولی شورا چارواکو ویلی دی چی که هغه افغانستان ته راشی نو دا به  تر یوځایه د افغانستان د سولی په ګټه نه وی ځکه چی دلته یو د امنیت مساله ده او بل چی طالبان داسی فکر کوی چی دی د افغان حکومت تر چوکاټ لاندی راغی نو که داسی وی چی هغه بهرنیو هیوادونو کی وی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څه پلان لری چی له هغه سره اړیکی ونیسی یا له هغه سره خبری وکړی داسی یو پلاوی ټاکل شوی او که څنګه؟

موسی زی: د سولی د خبرو اتو د پرمخ بیولو لپاره د افغانستان اسلامی جمهوریت له خوا د سولی عالی شورا موظفه شوی ده ترڅو دا وظیفه تر سره کړی، البته دا شورا د افغانستان د خلکو د یوی لویی جرګی د تصمیم په اساس را منځ ته شوی ده او خاص هدف یی همدا ده چی د طالبانو سره د افغانستان دولت د مسلح مخالفینو سره تماسونه رامنځ ته کړی او د هغو اصولو او شرایطو په اساس چی د افغانستان د خلکو لویی جرګی د سولی پروسی لپاره ټاکلی دی د مسلح مخالفینو سره چی په هغه کی مسلح مخالفین هم راځی د سولی خبری پیل کړی او د سولی مذاکرات تر سره کړی.
البته د ملابرادر د خلاصیدو خبر موږ هم اوریدلی له هغه څخه هرکلی کوو او د افغانستان دولت د هر هغه اقدام څخه چی د پاکستان اسلامی جمهوریت یی تر سره کولی شی او هغه د افغانستان د سولی پروسی ته ګټه رسوی له هغه څخه هرکلی کوی.
اوس ددی وخت ده چی ملابرادر له خپلی کورنی سره یو ځای شی او دی پرون د پاکستان د بندیخانی څخه خلاص شوی او ده ته باید دا فرصت ورکړل شی چی د خپلی کورنی سره یوځای شی او له هغو سره یو څه وخت تیر کړی، وروستی تفصیلات او دا چی د ملابرادر سره به څنګه تماس نیول کیږی او دی به د افغانستان د سولی په پروسه کی کوم نقش لوبوی په دی هکله به بیا وروسته خبری وکړو. زه فکر کوم د هغه لپاره تر اوسه وخت شته. البته دی ته هم باید اشاره وکړو چی د ملا برادر خوشی کیدل د افغانستان دولت د غوښتنی په اساس شوی دی، کله چی ولسمشر کرزی اسلام آباد ته لاړ او هلته یی د پاکستان اسلامی جمهوریت له مشرانو سره چی په هغه کی د پاکستان نوی صدر اعظم ښاغلی نواز شریف هم شامل وو، خبری تر سره کړی. نو د پاکستان اسلامی جمهوریت دولت څخه یی غوښتنه وکړه ترڅو ملابرادر هرڅه ژر خلاص کړی او د همدی غوښتنی په اساس وو چی پرون ملا برادر د پاکستانی بندیخانی څخه خلاص شو او اوس به دی په لومړی قدم کی له خپلی کورنی سره یوځای کیږی او دا چی دی به کوم مشخص نقش د افغانستان دسولی په پروسه کی لوبوی په دی به بیا وروسته خبری وکړو.

  سیر وقار، رادیو سلام وطن دار : رئیس جمهور کرزی درگذشته گفته بود طالبان  از خود اختیاری ندارند و تا زمانی که در بیرون از کشور هستند اختیار شان به دست بیگانه هاست. در این صورت رهایی ملا برادر به چی مفهوم است، در حالی که ملا برادر در افغانستان نیست و در خارج  از کشور است؟ سوال دوم، رئیس جمهور  روز گذشته گفت که افغانها از حضور نیرو های خارجی در افغانستان دل خوش ندارند، بویژه دربخش تأمین امنیت و مبارزه با هراس افگنی. پس امضای پیمان امنیتی با همچو یک کشور که  افغانها از آن خاطرۀ خوش  ندارند، به چی معنا است؟
 موسی زی: شما جواب هردو سوال تان را دریافت کردید. در جواب سوال اول من خدمت شما عرض کردم که دولت افغانستان از رهایی  ملا برادر استقبال می کند و هر اقدامی که به پیشرفت پروسۀ  صلح افغانستان کمک بکند و آن اقدام را دولت جمهوری اسلامی پاکستان اتخاذ بکند ما از آن استقبال می کنیم. فعلاً ملا برادر به اساس در خواست دولت افغانستان از زندان پاکستان رها شده و وقت این است که ملا برادر با خانوادۀ خود یکجا شود و با خانوادۀ خود مدت زمانی را سپری بکند. واینکه ملا برادر در حمایت و پشتبانی و پیشبرد پروسۀ صلح افغانستان کدام نقشی بازی می تواند بکند، در این مورد باز در روزها وهفته های آینده انشاءالله  فرصت کافی داریم، صحبت خواهیم کرد.
 در رابطه به سوال دوم شما، رئیس جمهور کرزی دیروز  بسیار با وضاحت صحبت کردند. و البته در ده- دوازده سال گذشته دولت افغانستان با جامعه جهانی همکاری بسیار نزدیکی داشته، همکاری ایکه بین دولت افغانستان و جامعه جهانی که از آن جمله بیشتر از پنجاه کشور در افغانستان نیروی محارب داشته اند، یک رابطۀ بسیار خاص و یک رابطۀ استثنایی بوده، البته حضور جامعه جهانی در افغانستان به پیشرفتها ودستآوردهای قابل ملاحظه یی کمک کرده، این موضوعی است که رئیس جمهور کرزی به آن بارها  اشاره کرده است. ما از کمک های مثبت و سازنده  ایکه جامعه جهانی در افغانستان انجام داده اظهار سپاس می کنیم و همکاری بین افغانستان وجامعه جهانی در ده-دوازده سال گذشته یک نمونۀ بسیار خوب همکاری های چند جانبه یا همکاری های بین المللی در سطح دنیا است. اما درعین زمان به دلیل اشتباهات، به دلیل بعضی تصامیم نادرستی که در ده یا دواز ده سال گذشته مشخصاً اشتباهاتی که درساحۀ مبارزه با تروریزم و انجام عملیات های نظامی صورت گرفت، مشکلات وتکالیف زیادی برای مردم افغانستان هم به وجود آمد.  مشخصاً تلفات ملکی که در سال های اول خیلی زیاد بود و به اساس و یا بعد از فشارهای نهایت زیاد دولت افغانستان، مردم افغانستان ومشخصاً شخص رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، تلفات ملکی فعلاً تلفات ملکی که البته از طرف نیروهای خارجی صورت می گیرد در افغانستان ویا هم نیرو های داخلی به میزان بسیار پایینی تقلیل پیدا کرده، امروز بیشتر از 70 یا 80 فیصد تلفات ملکی ایکه در افغانستان صورت می گیرد از طرف مخالفین مسلح دولت افغانستان هستند  که ما همیشه هدف قرار دادن  افراد ملکی را وهدف قراردادن اهداف ملکی را  به شدیدترین الفاظ تقبیح کردیم.  و البته تصویر کلان حضور جامعه جهانی در افغانستان همین است. یک موضوع سیاه و سفید نیست. افغانستان در ده-دوازده سال گذشته از ناحیه حضور جامعه جهانی در افغانستان و از ناحیه سرمایه گذاری های جامعه جهانی در افغانستان سود برده، زیر بنای افغانستان تا اندازۀ زیادی احیاء شده اند، نهادهای دولتی افغانستان به پا ایستاده شده اند، در ساحات معارف، صحت عامه، حقوق بشر، تقویت یک دموکراسی جوان در افغانستان، ایجاد وتقویت وتوسعه مطبوعات آزاد وجامعه مدنی و همچنان پیشرفت ها در ساحات دیگر نقش جامعه جهانی قابل ملاحظه بوده است. البته دلیل اساسی پیشرفتها در افغانستان ارادۀ خلل ناپذیر مردم افغانستان بوده، این مردم افغانستان بوده که  خواسته اند تا در افغانستان پیشرفت صورت گیرد، مردم افغانستان بوده که خواسته اند  تا در افغانستان حقوق بشر تأمین شود، مردم افغانستان بوده اند که خواسته اند یک پارلمان  انتخابی داشته باشند، رئیس جمهور منتخب داشته باشند، مردم افغانستان بوده که  آزادی بیان و آزادی مطبوعات خواسته اند. اما در پهلوی اراده و خواست مردم افغانستان، نقش حمایوی و نقش کمک کننده جامعه جهانی هم قابل ملاحظه بوده است.  اما درعین زمان خاصتاً در بُعد امنیتی، در بُعد مبارزه با تروریزم، در بُعد انجام عملیات های محاربوی در افغانستان اشتباهات زیادی صورت گرفته که یک تعداد زیاد این اشتباهات به اساس فشارها و به اساس اعتراضات دولت افغانستان و شخص رئیس جمهور کرزی اصلاح شدند و امروز به فضل خداوند، قوای امنیتی افغان هستند، نه عساکر خارجی که مسوولیت و رهبری تمام عملیات های امنیتی را در سرتاسرافغانستان به دوش دارند و تمام نیروهای محارب خارجی انشاءالله تا ختم سال 2014 میلادی به صورت کامل از افغانستان خارج می شوند و اگر هم عساکر خارجی بعد از 2014 در افغانستان می باشند، تنها و تنها به اساس موافقت دوجانبه با دولت افغانستان اجازه خواهند داشت تا در افغانستان حضور داشته باشند، تحت شرایط دولت افغانستان و به اساس موافقت دولت افغانستان.  

پوښتنه:
تاسو وویل چی په دی سفر کی به ښاغلی زلمی رسول د ملګرو ملتونو د منشی سره هم ګوری، آیا افغان دولت دا ضرورت نه ګڼی چی د پاکستان له خوا د کونړ په سیمه د راکټونو وریدل چی یوه ډیره حاده او ګرمه موضوع ده دا د ملګرو ملتونو د سرمنشی سره یاده کړی او آیا دا د ښاغلی زلمی رسول په کاری اجندا کی شته او که نه؟
موسی زی: دی موضوع ته رسیدګی شوی ده او که ستاسو په یاد وی تیر کال چی داموضوع ریښتیا هم حاده وه، او لوی مشکل وو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دا موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی مطرح کړه او یواځی د همدی اقدام په اساس باندی نه وو بلکه د نورو هغو اقداماتو په اساس باندی وو چی هغه د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان دولت تر سره کړل چی بالاخره د پاکستان پوځ خپلی راکټی او توپخانی حملی په کونړ او ننګرهار ولایتونو باندی بندی کړی اوس دا یو جدی او لوی مشکل نه ده موږ د ډیر وخت راهیسی کوم راپور نه دی تر لاسه کړی البته په دی هکله مطبوعاتی ګزارشونه چی خپاره شوی وو په هغه هکله موږ تحقیقات کړی دی او تر اوسه پوری موږ  د دی ګزارشونو  صحت او سقم  نه دی تعین کړی، او البته په نیویارک کی به د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د عمومی منشی سره هم دوه اړخیزه ملاقات ولری.

نصرالله حافظی از تلویزین نور: سوال من این است که از مدتی به این سو باز مذاکرات بر سر توافقنامۀ امنیتی با ایالات متحده امریکا شروع شده، این گفتگوها تا به کدام جای پیش رفته و همچنان اظهارات دیروزی آقای کرزی چقدر می تواند بالای آیندۀ این گفتگوها تأثیر بگذارد؟
موسی زی: قسمی که هفتۀ گذشته خدمت شما عرض شد، مذاکرات غیررسمی دولت افغانستان با هیأت ایالات متحده امریکا هفته گذشته آغاز شد و تا حال حداقل سه ملاقات بین دو طرف صورت گرفته است. ملاقات ها و گفتگوها در فضای سازنده و مثبت بوده و البته تا که این صحبت ها و مذاکرات به یک نتیجه نهایی نرسند ما از نتایج مذاکرات کدام معلومات به شما داده نمی توانیم چون دولت افغانستان یک طرف این مذاکرات است و مذاکرات هم هنوز در حالت جریان است. رئیس جمهور کرزی از ابتدا تا به امروز و دولت افغانستان از ابتدا تا به امروز یک موقف بسیار اصولی و یک موقف بسیار روشن در رابطه به موافقتنامه امنیتی دو جانبه با ایالات متحده امریکا داشته و آن این است که دولت افغانستان آماده و علاقمند است تا یک موافقتنامه امنیتی دوجانبه با ایالات متحده امریکا به امضا برسد. موافقتنامۀ امنیتی دو جانبه یی که دربرگیرندۀ منافع ملی مردم افغانستان باشد و در آن احترام کامل به حاکمیت ملی افغانستان، به استقلال افغانستان، به فرهنگ افغانستان و به عنعنات مردم افغانستان درج باشد. و این تضمینات در آن موافقتنامه شامل باشد، آن به خیر و منفعت افغانستان است. و امروز که مذاکرات غیررسمی که دولت افغانستان با ایالات متحده امریکا انجام می دهد، روی همین محورهاست. و اگر ما بتوانیم که این موافقتنامه را به اساس شرایط و به اساس ضمانت هایی که دولت افغانستان مطرح کرده با ایالات متحده امریکا شریک ساخته، نهایی بسازیم و آن به امضا برسد، به نفع مردم و به نفع دولت افغانستان خواهد بود. و البته پس از موافقت بین دو حکومت، این موافقتنامه به یک لویه جرگۀ مشورتی مردم افغانستان می رود و در نهایت پس از امضای این موافقتنامه بین دو حکومت، پارلمان افغانستان، شورای ملی افغانستان این صلاحیت را خواهد داشت که روی موافقتنامه رأی گیری کنند: یا آن را قبول کنند و یا هم بر اساس دلایلی که ارایه می کنند، آن را قبول نکنند.
طارق مجیدی از تلویزیون طلوع: سرانجام پس از ماه ها خواست از پاکستان، ملابرادر آزاد شد ولی سوالی که پیدا می شود این است که چه ضمانتی وجود دارد در افغانستان که ملا برادر دوباره به جمع برادران ناراضی ما نپیوندد و این بار خصمانه تر از گذشته در برابر دولت و مردم افغانستان اقدام نکند. و آیا شما آگاهی دارید که فعلاً ملا برادر بعد از آزاد شدن از زندان پاکستان در کدام شهر پاکستان بود و باش دارد و آیا دولت افغانستان می تواند موفق به برگرداندن وی به افغانستان شود تا نقش اساسی در روند صلح داشته باشد و یا خیر؟
موسی زی: چیزی را که ما در این مرحله تصدیق کرده می توانیم این است که ملا برادر بر اساس درخواست دولت افغانستان رها شده در پاکستان و فعلاً وقت این است که ملا برادر با فامیل و با خانواده خود یک جا شود و چند مدتی را با آن ها سپری کنند. و این که ملا برادر در حمایت از پروسۀ صلح افغانستان، در پیشبرد پروسۀ صلح دولت افغانستان کدام نقش مثبت بازی کرده می تواند را می گذاریم به روزها و هفته های آینده تا موضوع روشن تر شود. و تبصره بیشتر در این مرحله پیش از این که ما این فرصت را داشته باشیم تا ببینیم که تحولات و انکشافات بعدی چه خواهد بود، مناسب نیست.
سوال: سوال من این است که توقع می رود که در این مجمع ملل متحد، رئیس جمهور باید شرکت می کرد، دلیل چه است که سطح هیأت افغانستان پایین آمده است. سوال دیگر این که ملا برادر که شما اعلام کردید با فامیلش است، فامیلش در کجاست در پاکستان یا در افغانستان؟
موسی زی: ملا برادر در پاکستان رها شده و درپاکستان است و زمانی که وی با فامیل خود در پاکستان یک جا می شود، حتماً فامیلش هم در پاکستان است. فکر می کنم این یک موضوع بسیار روشن است. در رابطه به سوال دیگر شما، سال گذشته هم ریاست هیأت افغانستان را وزیر امور خارجه افغانستان انجام داد و این موضوعی بسیار معمول است. اکثر هیأت هایی که به مجمع عمومی ملل متحد اشتراک می کنند، از طرف وزرای خارجه کشورهای خود ریاست می شوند. رئیس جمهور کرزی در چندین مجمع عمومی ملل متحد در طول دوازده سال گذشته اشتراک کردند و البته صحبت هایی که در مجمع عمومی ملل متحد مطرح می شود پیغام هایی که از طرف وزیر امور خارجه افغانستان به صفت رئیس هیأت دولت افغانستان در مجمع عمومی منعکس می شود، تمامش از طرف رئیس جمهور کرزی تصدیق شده، تمامش به اساس هدایات رئیس جمهور افغانستان انجام داده خواهد شد و این در روابط بین المللی و در روابط کشورها با سازمان ملل متحد، موضوع بسیار عادی و معمول است.

ببرک درویش د شمشاد تلویزیون خبریال ـ په دی کی شک نشته چی ملا برادر د افغان حکومت په ټینګار خوشی شوی خو د افغان حکومت یوه غوښتنه د ملا برادر سپارل افغان حکومت ته وو، پاکستان په ښکاره وایی چی ملا برادر به افغان حکومت ته نه سپاری بناءً څه فکر کوی د افغانستان او اسلام آباد په دوه اړخیزو اړیکو به څومره تاثیر ولری او همدا راز د سولی پروسه به دا اغیزمنه کړی او که نه ؟
موسی زی: مهم ټګی دا دی چی ملا برادر د سولی پروسی په ملاتړ کی ګټو ر او مثبت ګامونه پورته کړی او هغه نقش چی دی د سولی پروسی په ملاتړ کی دی په عملی توګه ولوبوی، دا چی دا نقش به مشخصاً څه وی، دی به کوم اقدامات تر سره کوی او کوم اقدامات به تر سره کولای شی دا به پریږدو راتلونکو ورځو او اونیو ته ترڅو وضعیت یو څه نور هم روښانه شی اوس مهم ټکی دا ده چی ملا برادر د غوښتنی په اساس باندی له بندیخانی څخه خوشی شوی او اوس ددی وخت دی چی هغه د خپلی کورنی سره یو ځای شی او د خپلی کورنی سره په پاکستان کی یو څه وخت تیر کړی او دا چی په راتلونو ورځو او اونیو کی به د افغانستان د سولی پروسی په ملاتړ  کی کوم نقش لوبوی په دی اړه به بیا وروسته خبری کوو.
پوښتنه:
عبدالله هوډ د آواز مطبوعاتی دفتر خبریال ـ زه د ملا برادر د خوشی کیدو او د پاکستان د نیت په اړه پوښتنه لرم ملا برادر خوشی شو ، سرتاج عزیز  وویل چی هغه به د افغانستان د سولی په راتګ کی مرسته وکړی  خو سرتاج عزیز څو ورځی وړاندی په یوه تلویزیونی مرکه کی وویل چی که هند د افغانستان د پوځی ملاتړ څه لاس واخلی نو موږ آماده یو چی په افغانستان کی لاس وهنی بندی کړو، تاسو په دی اړه څه وایی؟
موسی زی: په دی هکله موږ خپل موقف په وضاحت مخکی هم اعلان کړی ده او بیا هم دا د افغانستان د دولت یوه تل پاتی او اصولی موقف ده او هغه دا چی افغانستان یو مستقل او خپلواک هیواد ده د هر هیواد سره چی خپله ګټه وګڼی افغانستان اړیکی تامینوی او دا اړیکی د افغانستان د ملی ګټو په اساس را منځ ته کیږی، افغانستان همیشه غواړی چی د ټولو هیوادونو سره او خاصتاً د خپلو ګاونډیو سره مستقلی او دوه اړخیزه اړیکی ولری چی د هغو اصول متقابل احترام، ګډي ګټي او یو د بل په کورنیو چارو کی عدم مداخله وی، موږ په تیرو دولسو کلونو کی دا هڅه کړی ده چی د پاکستان اسلامی جمهوریت سره یوه پراخه، مستقله او دوه اړخیزه اړیکه رامنځ ته کړو چی اساسات او عمده اصول یی متقابل احترام او ګډی ګټی او یو د بل په هیواد کی عدم مداخله وی. افغانستان هیڅکله هیڅ هیواد ته دا اجازه نه ورکوی چی د افغانستان له خاوری دی د یوه دریم هیواد په کورنیو چارو کی مداخله وکړی او دا خبره موږ په تیرو لسو کلونو کی او له هغه مخکی ثابته کړی.
دا د افغانستان د دولت قاطع اراده ده چی همدا سیاست او چلند په خپلو نړیوالو اړیکو کی په آینده کی هم وساتی او البته د افغانستان دولت هیڅ چاته اجازه هم نه ورکوی چی د افغانستان په کورنیو چارو کی مداخله وکړی او دایوه اصولی خبره او عمومی اصل ده البته زموږ طمع هم د ټولو هیوادونو څخه او د افغانستان د ګاونډیو او پاکستان په شمول باندی دا ده چی د افغانستان په کورنیو چارو کی لاسوهنه و نه کړی ځکه چی دا د هیوادونو سره د افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو باندی منفی تاثیر کولای شی. البته د افغانستان د دولت اراده اوس دا ده او دا تر ټولو مهم ټکی ده،  د پاکستان اسلامی جمهوریت سره چی زموږ نږدی ګاونډی ده او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکی نه یواځی د افغانستان او پاکستان لپاره بلکه د سیمی د امنیت، سولی او پرمختګ لپاره حیاتی مساله ده زموږ اړیکی له دوی سره د متقابل احترام، ګډو ګټو او د عدم مداخلی د اصولو په اساس ټینګ شی او لا پراخ شی او همدا دلیل ده چی موږ په پاکستان کی د یوه نوی ملکی حکومت د رامنځ ته کیدو هرکلی وکړ او د افغانستان  رییس جمهور پاکستان ته سفر وکړ او هلته یی خپل سفر یوه ورځ اوږد کړ ترڅو دوه ګاونډی، اسلامی، وروڼه هیوادونه وکولای شی تیرو سیاستونو څخه او یوی ترخی تاریخچی څخه چی موجوده ده تیر شی او د راتلونکی لپاره یو د بل سره د اړیکو یو نوی فصل خلاص کړی.

  مننه، تشکر

دفعات مطالعه 1599 مورد
امتياز اين آيتم
(1 راي)
منتشرشده در افغانستان

نظرتان را بنويسيد

کامل‌کردن فيلدهاي علامت‌دار شده با (*) ضروري است. کد HTML قابل پذيرش نيست.

  • افغانستان
  • قوانین افغانستان

سؤالات متداول

برای دریافت پاسپورت چه مدارکی لازم است؟

تمامی اتباع افغانستان مطابق قوانین ملی از جمله قانون پاسپورت مستحق دریافت پاسپورت برای مسافرت به

ادامه...

پروسه ثبت شرکتهای خارجی در افغانستان چگونه است؟

اتباع کشورهای خارجی که علاقمند به سرمایه گذاری و ثبت شرکت خدماتی و یا تجارتی و یا هم باز نمودن

ادامه...

چگونه می توان نکاحنامه دریافت کرد؟

مدارک مورد نیاز جهت صدور نکاح خط:

 

ادامه...

چرا به سوالات طرح شده پاسخ داده نمیشود؟

آن دسته از بازدیدکنندگان سایت که تمایل دارند پاسخ سوالاتشان را دریافت نمایند میتوانند به قسمت تماس

ادامه...

روال تأیید اسناد و مدارک تحصیلی چگونه است؟

مدارک و  اسناد تحصیلی که ممهور به مهر وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان و یا جمهوری اسلامی

ادامه...

برای دریافت ویزه افغانستان چه باید کرد؟

متقاضیان ویزه جمهوری اسلامی افغانستان میتوانند جهت دریافت فورم و طی مراحل درخواست ویزه از شنبه الی

ادامه...

آیا مهاجرین افغان بیمه میشوند؟

حاضرین در سایت

ما 71 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

نشانی

تهران - عباس آباد - خ پاکستان - نبش کوچه چهار پلاک 2    

 تلفن : 88737050 - 5040 8873             فکس: 88735600                  ایمیل: info(at)afghanembassy.ir

 

لینکهای مرتبط با ما