Error
  • JUser: :_بارگذاری :نمیتوان کاربر را با این شناسه بارگذاری کرد: 42

متن کنفرانس مطبوعاتی سخنگو و رئیس اطلاعات عامه وزارت امور خارجه

  • Sunday, جوزا 19 1392
  • نوشته‌شده توسط 
  • اندازه فونت کاهش انداره فونت افزايش اندازه فونت

تاریخ : یکشنبه 19جوزا ۱۳۹۲ برابر با 9 جون 2013

محل: سالون تشریفات وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د بهرنیو چارو وزارت اوونیز خبری کنفرانس ته ډیر ښه راغلاست.

په لومړی سر کی می غوښتل د دوه موضوعاتو په هکله تاسو ته لنډ معلومات درکړم او وروسته له هغه به ستاسو د پوښتنو ځوابونو ته لاړ شو.

ټاکل شوی ده چی نن ولسمشر کرزی قطر ته سفر وکړی او هلته د اسلامی نړی او متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو په هکله په یوه نړیواله ناسته کی د اساسی ویناوال په توګه گډون وکړی. په دی وینا او په دی کنفرانس کی به ولسمشر کرزی په تیرو لسو کلونو کی د متحده ایالاتو سره د افغانستان د اړیکو، د افغانستان او متحده ایالاتو د اړیکولیدلوری په هکله او د هغو مهمو لومړیتوبونو په هکله خبری کوی چی هغه د افغانستان او متحده ایالاتو  په اړیکو کی نن مطرح دی او همدا راز به د اسلامی نړی او د متحده ایالاتو تر منځ په عمومی توګه هم خبری کوی.

ولسمشر کرزی ته د هغه د تیر سفر په جریان کی بلنه ورکړل شوی وه ترڅو په دی کنفرانس کی چی دا یی لسم دور ده، ګډون وکړی او هلته د دی کنفرانس اساسی وینا واوروی.

 البته ولسمشر کرزی  په دی نړیواله غونډه کی د وینا او ګډون تر څنګ د قطر د امیر او  قطری چارواکو سره ملاقات او خبری اتری هم تر سره کوی او په دی خبرو کی به د دوی د ملاقاتو نو او خبرو اترو په اجندا کی به د افغانستان او افغان دولت د سولی هڅی هم شاملی وی.

لکه څنګه چی تاسو خبر یاست د جوزا په څوارلسمه نیټه تیره سه شنبه د بهرنیو چارو وزیر هم دوحی ته یو سفر کړی وو ترڅو هلته د قطری چارواکو سره د دواړو هیوادنو تر منځ په اړیکو او همدا راز د سولی پروسی په هڅو باندی خبری اتری تر سره کړی.

نکته دومی را که میخواستم بسیار خلاصه به آن اشاره کنم که البته در مطبوعات هم دیروز و امروز منعکس شده بود، سفر وزیر امور خارجه آلمان به کابل در روز قبل بود. البته افغانستان و آلمان امروز دو کشور بسیار نزدیک و دو متحد بسیار عمده هستند. تاریخ روابط مستقیم افغانستان و آلمان به صفت دو دولت، دو کشور مستقل به دقیقاً 93 سال پیش بر میگردد. آلمان یکی از نزدیک ترین، یکی از محبوبترین و یکی از عمده ترین متحدین افغانستان در جامعه بین المللی است. آلمان و افغانستان امروز بر اساس یک موافقت نامه همکاری های استراتیژیک دراز مدت که ماه می سال گذشته بین رئیس جمهور کرزی و صدر اعظم مرکل امضا شد، روابط و همکاری های خود را تنظیم می کند. آلمان به کمک دراز مدت به دولت و مردم افغانستان به شمول همکاری های امنیتی، اقتصادی و سیاسی خود متعهد بوده و کمک های قابل توجه جمهوری فدرال آلمان با دولت و مردم افغانستان در جریان دهه تحول یعنی بین سال های 2015 تا 2024 نیز ادامه خواهد داشت. به مقدار بیشتر از حداقل 400 میلیون یورو سالانه هم به قوای امنیتی ملی افغان در راستای تمویل، تجهیز و آموزش این قوا و هم در قالب ادامه کمک های بازسازی و کمک های بشری جمهوری فدرال آلمان به افغانستان. امروز قرار است قونسلگری آلمان در ولایت بلخ در شهر مزار شریف افتتاح شود و این یک نشانه دیگری از نزدیک تر شدن بیشتر از پیش روابط و همچنان دوستی بین افغانستان و جمهوری فدرال آلمان است و در عین زمان یک نشانه تعمیق و گسترش روز افزون روابط افغانستان با جامعه جهانی است. بر خلاف پیشگویی های بعضی افراد و حلقه ها در رابطه به آینده افغانستان پس از سال 2014، ما هر روزی که به تکمیل پروسه انتقال نزدیکتر میشویم، روابط و همکاری های ما با جامعه جهانی قوی تر و محکم تر میشود و این اطمینان را به مردم افغانستان میدهد و همچنان این پیغام را به کشورهای همسایه و منطقه میدهد که افغانستان روابط خود را با متحدین بین المللی اش خاصتاً با دوستان نزدیکش یعنی آلمان نه تنها در ختم 2014، بلکه بعد از سال 2014 هم ادامه خواهد داد و روابط و کمک های جامعه جهانی با افغانستان نیز ادامه خواهد داشت.

پوښتنی او ځوابونه:

سوال:

بها از رادیو آزادی. شما هفته گذشته گفتید که تماس ها با مقامات ایرانی ادامه دارد که آیا هیئت طالبان به ایران سفر کرده اند یا خیر. این موضوع به کجا رسیده است؟

موسی زی: ما تماس گرفتیم در این مورد و در سطوح مختلف و پاسخی را که از مقامات جمهوری اسلامی ایران به دست آورده ایم این است که آنها از انجام همچو یک سفر رسمی اطلاع ندارند، اما شما خبر دارید که طالبان در گذشته به کشورهای مختلفی سفر کرده اند، هیئت فرستادند به شمول جاپان و فرانسه که در آنجا آنها تماس های غیر رسمی داشتند با طرف های مختلف و البته موضوع دیگر این است که متاسفانه طالبان یا مناسبات طالبان با کشورهای خارجی بسیار خوب است اما با مردم افغانستان دشمنی دارند و مردم افغانستان را شهید می سازند و علیه آنها از حملات تروریستی استفاده می کنند. ما امیدوار هستیم که به روزی برسیم که طالبان به صورت عملی و صادقانه وارد پروسه صلح شوند تا باشد که ضرورت به رفتن ها و آمدن های آنها به کشورهای خارجی چه در منطقه و چه دورتر از منطقه نباشد بلکه مستقیماً وارد مذاکرات با دولت افغانستان و شورای عالی صلح افغانستان شوند و جنگی که امروز در افغانستان ادامه دارد و اطفال، زنان و مردان ما را هر روز از ما میگیرد، خاتمه پیدا کند و مردم افغانستان بتوانند به آرزوی مقدس شان که تامین یک صلح عزتمند و پایدار است، برسند.

سوال:

ظاهر قادری از تلویزیون آریانا. قسمیکه همه ما میدانیم، هیئت طالبان هم در قطر است. آیا رئیس جمهوری افغانستان با این هئیت صحبتی خواهند داشت یا خیر و چیز تازه یی که رئیس جمهوری با مقامات قطری در مورد ادامه روند صلح مطرح می کنند، چه خواهد بود؟

موسی زی: طوریکه خدمت شما اشاره کردم، سفر رئیس جمهور کرزی به قطر اساساً به هدف اشتراک در دهمین نشست جهانی روابط جهان اسلام با ایالات متحده امریکا است. در جریان سفری که رئیس جمهوری چندی قبل به دوحه داشتند، از ایشان رسماً دعوت شد تا در این نشست جهانی سخنران اصلی باشند و ایشان قبول کردند و قرار است که امروز به دوحه به هدف اشتراک در همین نشست جهانی سفر کنند و در رابطه با روابط افغانستان با ایالات متحده و همچنان در کل روابط جهان اسلام با ایالات متحده امریکا سخنرانی کنند. در حاشیه این نشست جهانی، رئیس جمهور کرزی ملاقات و گفتگوهایی با والاحضرت امیر قطر و همچنان دیگر مقامات قطری خواهند داشت و موضوع تلاش های صلح دولت افغانستان هم شامل اجندای این ملاقات ها و گفتگوها خواهد بود. دولت افغانستان در رابطه به ایجاد یک دفتر مذاکرات در قطر موافقت خود را از قبل اعلام کرده اما بر اساس اصول و شرایطی که برای مردم افغانستان قابل قبول باشد، در همنوایی با سفارشات لویه جرگه عنعنوی مردم افغانستان در این مورد باشد و ما را برساند به صلحی که آرمان مردم افغانستان است که آن یک صلح عزتمند، صلح مشمول و پایدار در کشور است. در این راستا صحبت ها صورت خواهد گرفت و البته سفر وزیر امور خارجه هم در هفته گذشته در همین مورد بود، در رابطه به تفصیلات بیشتر و مهمتر از آن، نتایج این سفر بعد از برگشت رئیس جمهور کرزی انشالله معلومات به شما داده خواهد شد. البته این را فراموش نکنید که روابط دولت به دولت بین افغانستان و قطر هم در چند ماه گذشته بهبود و گسترش قابل ملاحظه یی داشته است. شما شاهد هستید که هفته گذشته یک هئیت بسیار بلند رتبه اقتصادی قطر به کابل تحت ریاست شیخ فیصل یکی از چهره های بسیار برجسته قطر شخصی که با والاحضرت امیر قطر روابط بسیار نزدیک دارند و صاحب نفوذ هستند، سفر کردند. در قطر آنها علاقمند سرمایه گذاری در سکتورهای مختلف در افغانستان هستند به شمول مسکن سازی، زراعت و همچنان منابع طبیعی که ما از این استقبال می کنیم و قرار است که در آینده نزدیک یک هیئت دیگری به تعقیب سفر هیئت قبلی به کابل بیایند و در رابطه به سکتورهایی که یادآوری کردم و همچنان بخش های دیگری که فرصت های بسیار بزرگ سرمایه گذاری در آنها وجود دارد، در افغانستان با مقامات دولتی و همچنان تجار افغان، صحبت ها و گفتگوهای خود را داشته باشند.

یک نکته را در رابطه به تماس با طالبان واضح بسازم طوریکه ما قبلاً هم گفتیم، دولت افغانستان به وضاحت گفته است مذاکرات رسمی صلح، تماس های رسمی صلح بین طالبان و دولت افغانستان البته از طرف نمایندگان با صلاحیت طالبان از یک طرف و شورای عالی صلح افغانستان از طرف دیگر صورت خواهد گرفت. بناً یک مرجع مشخص، یک مرجع با صلاحیت و یک مرجع با اعتبار برای انجام مذاکرات صلح برای انجام تماس های رسمی با طالبان از طرف دولت افغانستان وجود دارد که آن مرجع شورای عالی صلح است و از طرف طالبان هم در صورت ایجاد همچو یک دفتر باید نمایندگان با صلاحیت و شناخته شده یی وجود داشته باشند تا این تماس ها ایجاد شود و مذاکرات صورت گیرد.

پوښتنه:

د آسترالیا په لار کی د کډوالو یوه کشتی ډوبه شوی، چی ویل کیږی افغانان هم پکښی شامل دی، په دی اړه تاسو معلومات لری؟

موسی زی: په دی هکله موږ معلومات لرو، البته د دی خبر په هکله زموږ څیړنی ادامه لری او د هغو راپورونو په اساس چی موږ د مطبوعاتو او خپلو نمایندګیو له لاری تر لاسه کړی، د دی کشتی ټول مسافرین تلف شوی دی او دا چی آیا په دی کشتی کی افغانان وو او که نه دا خبره تر اوسه نه ده روښانه شوی ولی د اندونیزیایی او آسټرالیایی چارواکو له خوا په دی هکله څیړنی او پلټنی ادامه لری، که چیری په دی پیښه کی افغانان متضرر شوی وی، بیا به انشاءالله تاسو ته معلومات درکړو.

سوال:

حبیب الله احمدی از تلویزیون آرزو. بارها حکومت افغانستان از بریتانیا خواسته است تا زندانیان افغان را از بند رها کند اما تا اکنون ارتش بریتانیا به این خواسته ها توجه یی نکرده است و این زندانیان را رها نکرده است. اگر این موقف ادامه پیدا کند، موقف دولت افغانستان چیست؟

موسی زی: د افغانستان دولت مخکی هم په دی اړه څو څو ځله دا خبره کړی چی هیڅ بهرنی هیواد دا صلاحیت او اجازه نه لری چی په افغانستان کی بندیخانی ولری او یا په افغانستان کی افغانان بندیان کړی. د همدی اصل په اساس ده چی موږ د بریتانیایی ځواکونو څخه غوښتی دی ترڅو د دوو اونیو په جریان کی ټول هغه افغانان چی د دوی په قید کی دی هغه د افغانستان دولت ته وسپاری.

 د افغانستان دولت هم دا تعهد لری، هم دا ظرفیت او هم دا توان چی د ملی او بین المللی قوانینو په اساس د دی بندیانو مناسب او لازم مراقبت وکړی لکه څنګه چی تاسو خبر یاست د بګرام زندان هم د افغانستان دولت کنټرول ته انتقال شوی او د هغو زندانیانو په هکله چی هلته اوسیږی هیڅ کوم تشویش یا اندیښنه موجوده نه ده او دا زندانیان هم چی په هلمند کی دی کیدلای شی چی بګرام ته ولیږدول شی، موږ په دی باور یو چی دوه اونی ډیر کافی وخت ده چی دا لیږد تر سره شی، او موږ هیله من یو چی د دی دوواونیو په جریان کی موږ دی هدف ته ورسیږو.

سوال:

سوال من در رابطه به مشکلات مهاجرین افغان در ایران است که البته شما اطلاع دارید که در واکنش به این مشکلات و سوزاندن بیرق ایران، البته به خاطر اخراج یک تعداد اطفال و زنان از ایران بود که گزارش هایی هم در این زمینه وجود داشت. راه حل این مشکل چیست. چون بارها مشکلاتی در این میان به وجود آمده و مقامات افغان گفته اند که ما می خواهیم از راه های دیپلوماتیک این مشکل را حل بسازیم اما هر بار این مشکل پیش میشود و ایرانیان انتقام این مشکلات را از پناهجویان افغان می گیرند. راه حل این موضوع چیست و چه اقداماتی روی دست گرفته اید؟

موسی زی: در رابطه به سوال شما باید بگویم که ما اظهارات رئیس جمهور کرزی را دیروز شنیدیم. ایشان بسیار به وضاحت صحبت کردند، در رابطه به اخراج مهاجرین افغان از ایران باید بگویم که دولت ایران یک تعداد از افغان هایی را که فاقد اسناد قانونی سفر می باشند، وقت و ناوقت اخراج  و رد مرز می کند اما در رابطه به اخراج گروهی مهاجرین افغان گزارش هایی که نشر شده، دقیق نیست. در این رابطه ما با مقامات محلی و سرحدی جمهوری اسلامی ایران تماس گرفتیم و گزارش های اخراج گروهی حداقل تا امروز نادرست است.  در رابطه به حضور مهاجرین افغان در ایران، سال گذشته هجری شمسی ما توانستیم که حدود یک میلیون مهاجرین افغانی که در ایران بوده و فاقد اسناد هستند، آن ها را از طریق سفارت و جنرال قونسلی های افغانستان راجستر کنیم. فعلاً پاسپورت های افغانی دارند و ویزه حضور و همچنان کار را نیز در ایران دارند. بناً بدون کدام مشکل آن ها در ایران به سر می برند.

پوښتنه:

 قدیر صدیقی د سی ان ان خبریال- تاسو به رسنیو کی هم اوریدلی وی چی ولسمشر کرزی د پاکستان له نوی صدراعظم نواز شریف څخه غوښتنه کړی چی افغانستان ته سفر وکړی، د دی سفر اجندا تاسو سره شریکه شوی؟ او کولای شی چی موږ سره یی شریکه کړی چی د دی سفر اجندا به څه وی او په کومو موضوعاتو باندی به خبری کیږی؟

بله لنډه پوښتنه دا ده چی ولسمشر کرزی په خپلو ویناوو کی ویلی چی که بهرنی هیوادونه وغواړی په افغانستان کی پاتی شی باید له افغانستان سره جلا جلا دوه اړخیزه هوکړی ولری، څه اسناد سره لاسلیک کړی او د هغه په اساس باندی باید پاتی شی. اوس ښکاری چی یو شمیر هیوادونه علاقمندی ښیی چی د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کی پاتی شی، لکه څنګه چی جرمنی هم اعلان وکړ او ګرجستان هم  غواړی چی په افغانستان کی پاتی شی، تاسو ویلی شی چی تر اوسه څو هیوادونو د افغانستان سره هوکړی کړی دی او دا کوم هیوادونه دی؟

موسی زی: دواړه مهمی پوښتنی دی، ولسمشر کرزی د ښاغلی صدر اعظم نواز شریف څخه رسمی غوښتنه کړی چی کابل ته سفر وکړی او هغوی هم دا بلنه منلی ده. د دی سفر لپار ه تر اوسه کوم مشخص تاریخ نه ده تعین شوی خو لکه څنګه چی موږ مخکی هم ویلی دی، د افغانستان دولت هیله من او امید واره ده تر څو له دی وروسته د پاکستان اسلامی جمهوریت صادقانه او عملی همکاری له ځان سره ولری، په ټولو هغو مهمو برخو کی چی باید دواړه هیوادونه یو له بل سره همکاری وکړی چی هغه د تروریزم سره مبارزه، په سیمه کی د افراطیت سره مبارزه، د اقتصادی همکاریو پراخول او د افغان مهاجرینو د حضور په هکله د داسی یوی حل لاری پیدا کول دی چی نه مهاجرین پکی په عذاب شی او نه هم د افغان مهاجرینو حضور پر پاکستان کی په پاکستان دولت کوم اضافی بار وی. او همدا راز په نورو سیاسی، امنیتی او اقتصادی برخو کی د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو پراخول، دا ټول هغه اولویتونه دی چی د افغانستان دولت هیله من ده په هغو باندی د پاکستان اسلامی جمهوریت نوی دولت او نوی حکومت سره عملی او صادقانه همکاری را منځ ته کړی. موږ هیله من یو چی د صدر اعظم نواز شریف سفر کابل ته د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو او د اعتماد یوه نوی پاڼه پرانیزی. خو د دی سفر د تر سره کیدو په برخه کی کوم مشخص تاریخ نه ده تعین شوی.

د دوهمی پوښتنی په هکله مو باید ووایم چی افغانستان غواړی چی د خپلو نړیوالو متحدینو سره د ۲۰۱۴ کال څخه ها خوا هم نږدی اړیکی وساتی د دی په شمول چی یو شمیر هیوادونه وکولای شی په افغانستان کی خپل امنیتی ځواکونه وساتی ترڅو دلته د افغان ملی امنیتی ځواکونو زده کړی ته ادامه ورکړی، د دوی سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړی او په نورو هغو مواردو کی چی د افغانستان دولت له دوی سره موافقی ته رسیږی دوی خپل فعالیتونه په افغانستان کی جاری وساتی.

 په دغه چوکاټ کی موږ د امریکا متحده ایالاتو سره خپل رسمی مذاکرات د تیر کال په نومبر کی پیل کړل، تر اوسه دری دوری رسمی مذاکرات تر سره شوی، زموږ مشوری او خبری اتری د متحده ایالاتو سره په یوه دوه اړخیزه امنیتی او دفاعی همکاریو موافقتنامی باندی ادامه  لری او موږ هیله من یو چی دا مذاکرات به په نږدی راتلونکی کی بشپړه شی او موږ وکولای  شو د دواړو هیوادونو تر منځ دا موافقتنامه لاسلیک کړو، ولی د دواړو هیوادونو د ملی منافعو او ګټو په نظر کی نیولو سره.

 همدا راز د ناټو سازمان سره موږ خپلی خبری پیل کړی او کله چی ولسمشر کرزی د اپریل په میاشت کی بروکسل ته تللی وو هلته یی د ناټو سکرټر جنرال سره ولیدل او د ناټو او افغانستان تر منځ د امنیتی ځواکونو د حضور موافقتنامی په هکله د مذاکراتو د پیل هوکړه یی وکړه او موږ هیله من یو چی دا مذاکرات هم د افغانستان او ناټو تر منځ ژر تر ژره پیل شی ترڅو موږ وکولای شو هغه حقوقی چوکاټونه چی په افغانستان کی د ناټو غړو هیوادونو د سرتیرو د شتون لپاره د ۲۰۱۴ کال نه ها خوا لازم دی هغه را منځ ته کړو، په هغو باندی موافقی ته ورسیږو تر څو افغانستان، ناټو او د ناټو غړی هیوادونه وکولای شی د ډیرو روښانو موافقتنامو او حقوقی چوکاټونو په اساس باندی خپلو حقوقی او دفاعی همکاریو ته د ۲۰۱۴ کال نه هاخوا هم ادامه ورکړی.

پوښتنه:

صمیمی د پژواک خبری آژانس خبریال- کیدای شی چی د کرزی صاحب په سفر باندی لږ معلومات راکړی چی دوی به هلته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هم څه خبری کړی  او که نه؟

موسی زی: په قطر کی تر اوسه د مذاکراتو کوم رسمی دفتر نه دی رامنځ ته شوی، لکه څنګه چی ما مخکی وویل طالبانو مخکی هم نورو هیوادونو ته سفرونه کړی دی ولی د یوی رسمی سولی پروسی په چوکاټ کی دا نه دی تر سره شوی. په قطر کی به که چیری د مذاکراتو لپاره دفتر را منځ ته کیږی هلته به د طالبانو با صلاحیته او پیژندل شوی څیری او د افغانستان د دولت  له خوا به د سولی عالی شورا سره کینی، تماسونه به سره نیسی او رسمی مذاکرات به تر سره کوی، په دی کی د حکومت موضوع مطرح نه ده  ولسمشر کرزی قطر ته د افغانستان د دولت د رییس په توګه باندی سفر کوی او هلته به په دی نړیواله غونډه کی چی ما مخکی اشاره ورته وکړه اساسی ویناوال وی. د دی په څنګ کی به د قطری چارواکو سره د والا حضرت امیر په شمول خبری کوی، البته عموماً په دوه اړخیزو همکاریو باندی لکه څنګه چی ما مخکی اشاره وکړه په تیریو څو میاشتو کی د افغانستان او قطر دیپلوماتیکی او اقتصادی اړیکی ډیری نږدی شوی ولی د دی خبرو اترو او د دی ملاقاتونو په اجندا کی به د سولی خبری هم شاملی وی او د نتایجو په هکله به یی انشاءالله تاسو ته د ولسمشر کرزی د بیرته راتګ سره سم معلومات وړاندی شی.

دیره مننه/ تشکر

دفعات مطالعه 1395 مورد
امتياز اين آيتم
(0 راي)
منتشرشده در افغانستان

نظرتان را بنويسيد

کامل‌کردن فيلدهاي علامت‌دار شده با (*) ضروري است. کد HTML قابل پذيرش نيست.

  • افغانستان
  • قوانین افغانستان

سؤالات متداول

برای دریافت پاسپورت چه مدارکی لازم است؟

تمامی اتباع افغانستان مطابق قوانین ملی از جمله قانون پاسپورت مستحق دریافت پاسپورت برای مسافرت به

ادامه...

پروسه ثبت شرکتهای خارجی در افغانستان چگونه است؟

اتباع کشورهای خارجی که علاقمند به سرمایه گذاری و ثبت شرکت خدماتی و یا تجارتی و یا هم باز نمودن

ادامه...

چگونه می توان نکاحنامه دریافت کرد؟

مدارک مورد نیاز جهت صدور نکاح خط:

 

ادامه...

چرا به سوالات طرح شده پاسخ داده نمیشود؟

آن دسته از بازدیدکنندگان سایت که تمایل دارند پاسخ سوالاتشان را دریافت نمایند میتوانند به قسمت تماس

ادامه...

روال تأیید اسناد و مدارک تحصیلی چگونه است؟

مدارک و  اسناد تحصیلی که ممهور به مهر وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان و یا جمهوری اسلامی

ادامه...

برای دریافت ویزه افغانستان چه باید کرد؟

متقاضیان ویزه جمهوری اسلامی افغانستان میتوانند جهت دریافت فورم و طی مراحل درخواست ویزه از شنبه الی

ادامه...

آیا مهاجرین افغان بیمه میشوند؟

حاضرین در سایت

ما 112 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

نشانی

تهران - عباس آباد - خ پاکستان - نبش کوچه چهار پلاک 2    

 تلفن : 88737050 - 5040 8873             فکس: 88735600                  ایمیل: info(at)afghanembassy.ir

 

لینکهای مرتبط با ما