ځای: دایران داسلامي جمهوریت دبهرنیو چارو وزارت
وخت: ۱۶/۴/۱۳۹۸ او د۷/۷/ ۲۰۱۹
په تهران کې دافغانستان لوی سفیر او د جمهوررئیس ځانګړي استازي څېړنوال عبدالغفورلېوال په داسې حال کې چې د سفارت څو تنو د يپلوماتانو يې هم ملتیا کوله دایران دبهرنیو چارو له وزیرمحمد جواد ظریف سره لیدنه وکړه، دایران دبهرنیو چارووزیردښه را غلاست نه وروسته سفیرته په خپلو چارو کې دلابریاوو تر څنګه د دواړو هېوادونو په ښو اړیکودرلودلو ټینګاروکړ، وروسته دافغانستان لوی سفیراو دجمهوررئیس ځانګړي استازي دجلالټمآب جمهور رئیس، اجرائیه رئیس اود افغانستان دبهرنیوچارو وزیر سلامونه اونیکې هیلې محترم محمد جواد ظریف ته ورسولې،او زیاته یې کړه چې موږ به زیات کوښښ وکړو چې ددواړو هېوادونوترمنځ یو نوی باب پیل کړوترڅو د دواړو هېوادونوداړیکو د پراختیا سبب وګرځي.
او ایران دافغانستان لپاره لوړ اهمیت لري، اودافغانستان ځانګړې پام لرنه همدې هېواد ته ده ،او همدارنګه په دغه لیدنه کې په فرهنګي ،دیني ،ژبي،او ګاونډيتوب ګډواړیکو درلودلو ورها خوا دافغانستان او ایران په سیاسي او د یپلوماتیکواړیکوپه سلمې کلیزې په اړه هم خبرې وشوې، او د خپل باورلیک د یونقل په وروسپارلوسره ملاقات پای ته ورسید.